د خېبرپښتونخوا د قدرتي افتونو د نظم ادارې (پي ډي اېم ای) ويلي، چې ،د جون په دويمه نېټه، د سختو بادونو او بارانونو له امله د صوبې په بېلابېلو سيمو کې د کورونو د چتونو او دېوالونو د نړېدو پېښې رامنځته شوې دي، چې له امله يې ۲ کسان مړه او ۳۱ نور ټپيان شوي دي.
د پي ډي اېم ای د راپور له مخې، په مړو شويو کسانو کې دوه نارينه شامل دي. د ټپيانو له ډلې ۱۶ نارينه، ۷ ښځې او ۸ ماشومان دي. ادارې ويلي، چې دغه پېښې په پېښور، چارسده، نوښار او بنو ضلعو کې رامنځته شوې دي.
د پي ډي اېم ای په وينا، د ضلعي انتظاميو او اړوندو ادارو په مرسته د بېړني غبرګون چارې روانې دي او ټولې ادارې د هر ډول بيړني حالت لپاره چمتو ساتلی شوې دي.
ادارې خبرداری ورکړی، چې د بارانونو او تېزو بادونو روانه لړۍ ښايي د جون تر پنځمې نېټې پورې په وقفو سره دوام وکړي.
همداراز، د پي ډي اېم ای بېړني عملياتي مرکز فعال دی او ولس ته ويل شوي، چې د هر ډول معلوماتو، مرستې يا بېړني حالت د راپور لپاره دې د ۱۷۰۰ شمېرې سره اړيکه ونيسي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د بنو ضلعي روغتون د ۲۰ او ريسکيو ۱۱۲۲ پېښور د ۱۵ ټپيانو راپور ورکړی و.

شال نیوز