په واشنګټن کې د هند سمندر د بندرونو او د توکو د نړيوال لېږد رالېږد د نظام په اړه د امريکايي ادارو يوه مهمه غونډه شوې ده. په دې غونډه کې د بندرونو د پراختيا، سوداګرۍ د ودې او د نړيوالو سوداګريزو لارو د خوندي ساتلو په موضوعاتو خبرې شوې دي.

 

په غونډه کې د امريکا د سوداګرۍ وزارت، د پراختيايي مالي چارو ادارې، د صادراتو او وارداتو بانک، د ترانسپورټ وزارت او نورو اړوندو ادارو استازو ګډون کړی و.

 

چارواکو ويلي، چې د هند سمندر بندرونه د نړيوالې سوداګرۍ لپاره ډېر اهميت لري او د نړۍ د بار وړونکو توکو يوه لويه برخه د همدې سيمي له سمندري لارو تېرېږي.

 

شنونکي وايي د دې غونډې تر شا يواځې اقتصادي مقصدونه نه دي، بلکې د سيمي امنيتي او ستراتيژيک حالت هم مهم رول لري. د دوي په وينا، په وروستيو مياشتو کې د هرمز تنګي په اړه اندېښنې زياتې شوې دي او دا موضوع د نړۍ د لويو اقتصادونو د پام وړ ګرځېدلې ده.

 

هرمز تنګی د فارس خليج او عمان سمندر ترمنځ يوه مهمه سمندري لاره ده. د نړۍ د تېلو او ګازو يوه لويه برخه د همدې لارې نړيوالو بازارونو ته رسېږي. ماهران وايي که په دې سيمه کې تاوتريخوالی زيات شي يا د بېړيو تګ راتګ له ستونزو سره مخ شي، نو د انرژۍ نړيوال بازارونه او د توکو د لېږد رالېږد نظام به اغېزمن شي.

 

د نړيوالو چارو څارونکي وايي چې امريکا هڅه کوي چې د هند سمندر په اوږدو کې بندرونه، د مالونو د زېرمه کولو او لېږد مرکزونه او د توکو د لېږد رالېږد نظام نور هم پياوړی کړي، څو د نړيوالې سوداګرۍ لپاره بديلې او خوندي لارې برابرې شي. د دوي په وينا، د هند سمندر بندرونه د منځني ختيځ، افريقا او اسيا ترمنځ د سوداګرۍ مهم مرکزونه دي او د نړيوال اقتصاد په بهير کې مهم رول لري.

 

په غونډه کې د بندرونو د نوي کولو، ډيجيټلي نظامونو، سمندري امنيت او د شخصي سکټور د پانګونې د زياتولو په اړه هم خبرې شوې دي.

 

امريکايي چارواکي وايي چې د بندرونو په بنيادي اسانتياوو کې پانګونه کولی شي سوداګري نوره هم چټکه کړي، اقتصادي وده پياوړې کړي او خلکو ته د کار نوې موقعې برابرې کړي.

 

يو شمېر شنونکي په دې باوري دي چې د هند سمندر بندرونو ته د امريکا زياتېدونکې پاملرنه د چين د پراخېدونکي اقتصادي نفوذ سره هم تړاو لري. د دوي په وينا، واشنګټن غواړي له خپلو ملګرو هېوادونو سره د سوداګرۍ او ترانسپورټ په برخه کې همکاري زياته کړي او د سيمي په مهمو سمندري لارو کې خپل حضور مضبوط وساتي.

 

د څيړونکو په اند د هرمز تنګي امنيتي حالت، د انرژۍ د لېږد خونديتوب او د توکو د نړيوال لېږد رالېږد د نظام دوام هغه مهم عوامل دي چې امريکا يې د هند سمندر بندرونو ته لا زياته متوجه کړې ده. د همدې له امله د سيمي د بندرونو پراختيا اوس يواځې اقتصادي موضوع نه ده، بلکې د نړيوال امنيت، انرژۍ او د لويو قوتونو د سيالۍ برخه هم ګڼل کېږي.