د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د کډوالو یو موټر د تخنیکي خرابۍ له امله اوښتی چې پکې یو تن مړ شوی او ۳۵ نور ژوبل شوي دي.
د جلال اباد ځايي پولیس وایي چې دا پېښه د ۹م اپريل په شپه هغه وخت رامنځته شوه کله چې یو ډاټسن موټر چې کډوال پکې سپاره وو، د بې احتیاطۍ له امله واوښت.
په ژوبل کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې نږدې هسپتال ته رسول شوي دي.

شال نیوز