د ژغورنې ادارې ،ریسکیو ۱۱۲۲، او د بنو ضلعي روغتون چارواکي وايي، چې په بنوں کې د خراب موسم او تېزو بادونو له امله د ودانيو او دېوالونو نړېدو پېښې رامنځته شوې دي چې پکې لږ تر لږه شل تنه ټپيان شوي دي.

 

د بنو ضلعي روغتون ویاند ویلي دي، چې د دوي روغتون ته شل ټپیان راوړی شوي دي او د ټپي شوو کسانو درملنه روانه ده. چارواکي وایي، چې د بنو په خلیفه ګل نواز روغتون کې بیړنی حالت اعلان شوی دی.

 

بلخوا، د سختو بادونو او طوفاني باران له امله د پېښور په بېلابېلو سيمو کې د ونو پرېوتو، دېوالونو او چتونو نړېدو، سولر پينلونو او پينا فلېکسونو غورځېدو ګڼې پېښې رامنځته شوې دي، چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۱۵ زيات کسان ټپيان شوي دي.

 

د رېسکيو ۱۱۲۲ صوبایي وياند ،بلال احمد فيضي ويلي، دي چې په دغو پېښو کې ټپيان شوي کسان له خطره بهر دي او درملنه يې روانه ده، په داسې حال کې چې ځيني ټپيان له روغتونونو رخصت هم کړل شوي دي.

 

د نوموړي په وينا، رېسکيو ۱۱۲۲ ته په پېښور کې د ملک طارق حجرې، کوهاټ روډ، چمکنو، متنو، اضاخېل، واحد ګړۍ، ګړ منډۍ، بخشو پل، ګورنر هاوس، دلّه ذاک روډ، مامو خټکي او نورو سيمو څخه بېړنۍ زنګونه راغلي وو، چې له مخې يې د بيړنيو طبي، ژغورنې او افتي غبرګون ډلې سمدستي اغېزمنو سيمو ته رسېدلې دي.

 

رېسکيو ۱۱۲۲ ټيمونو ټپيانو ته پر ځای لومړنۍ طبي مرستې ورکړې او وروسته يې بېلابېلو روغتونونو ته انتقال کړې دي. همداراز، د سختو بادونو له امله پر سړکونو پرېوتې ونې، سولر پينلونه، پينا فلېکسونه او نور خنډونه لرې کړل شوي، چې له امله يې په ګڼو ځايونو کې تړل شوې لارې د ټرافيک لپاره بېرته پرانيستل شوې دي.

 

بلخوا، ځایي سرچیني وایي، چې د پېښور په توخت اباده سیمه کې د تندر لویدو له امله یو کس مړ شوی دی. د سرچینو په وینا د مړ شوي کس پېژندنه د ،قاري ادریس، په نامه شوې ده.

 

همداراز، د مردان ضلعې د شیرګړ شګو ناکه په سیمه کې د تېز باد له امله د تیلو پمپ ته څېرمه یو لوي اشتهاري بورډ د برېښتا په تارونو لوېدلی، چې له امله یې د برېښتا نظام اغېزمن شوی دی.

 

د ریسکیو چارواکو په وینا، د اور وژنې ډلو په اور قابو موندلی دی او کوم ځاني زیان پکې ندی شوی.

 

چارواکي وايي، رېسکيو ۱۱۲۲ ټيمونه لا هم په اغېزمنو سيمو کې د لټون، ژغورنې او مرستندويه عملياتو بوخت دي او د ممکنه خطرونو د مخنيوي هڅې روانې دي. د خرابې هوا له امله ټول بيړني وسايل او عمله په لوړ چمتووالي يا های الرټ ساتل شوې ده او ادارې ويلي، چې د هر ډول بېړني حالت د مقابلې لپاره بشپړ چمتووالی لري.