د کورنو او قبایلي چارو په برخه کې د خيبرپښتونخوا د اعلا وزیر ځانګړي سلاکار ،طارق سعيد مروت، د خپلې دندې چارې په رسمي ډول پېل کړې.

 

د اطلاعاتو او عامه اړيکو د ادارې د بيان له مخې، نوموړي ،د جون په ۲مه، په خپل دفتر کې د کورنيو چارو او قبایلي چارو له چارواکو سره وکتل او د محکمې د چارو، فعاليتونو او کاري وړتياوو په اړه يې تفصيلي معلومات ترلاسه کړل.

 

طارق سعيد مروت په خپل بيان کې ويلي، چې حکومت به په خيبرپښتونخوا کې د امن د ټينګښت او د ناامنۍ د مخنيوي لپاره عملي ګامونه پورته کوي. هغه وويل، د ولس او امنيتي ادارو ترمنځ د باور فضا پياوړې کول د تلپاتې امن لپاره اړين دي او په دې برخه کې به هڅې لا ګړندۍ شي.

 

نوموړي وويل، چې د صوبې په بېلابېلو سيمو، په ځانګړي ډول لکي مروت او نورو سویلي ضلعو کې، د امن، پرمختګ او ولسي ستونزو د هواري لپاره به شته وسايل او امکانات په اغېزمن ډول وکارول شي.

 

د هغه په وينا، د خلکو او د هغوي د ټاکل شويو استازو په سلا او مشوره شوې پرېکړې اغېزمنې او دوامدارې پايلې لري. هغه زياته کړه چې حکومت به د ولسي ستونزو د حل لپاره د مشورې، همغږۍ او ګډ کار تګلاره خپله کړي.

 

طارق سعيد مروت وويل، د کورنيو چارو او قبایلي چارو محکمه د امنيتي او اداري چارو په سمبالښت کې مهم رول لري او دی به د دې ادارې د چارو د لا ښه تنظيم او په اغېزمن ډول ترسره کېدو څارنه کوي.

 

نوموړي د لکي مروت او نورو سویلي ضلعو خلکو ته ډاډ ورکړ چې د هغوي ستونزو، اندېښنو او غوښتنو ته به جدي پاملرنه کوي او د هواري لپاره به يې اړين ګامونه پورته کوي.

 

د بيان له مخې، نوموړي د خيبرپښتونخوا د اعلا وزیر له باور څخه مننه وکړه او ويې ويل چې د خپلې دندې د مسؤليتونو په ترسره کولو کې به له هېڅ ډول هڅې ډډه ونه کړي.