د کوزې کورمې د صدې په سیمه کې د خار کلي سره نږدې د مسافرو یو ډاټسن ډوله موټر د چپه کېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ کسان ټپیان شوي دي.

 

د پولیسو او ریسکیو ۱۱۲۲ چارواکو په وینا، پېښه د ،جون په لومړۍ، هغه مهال رامنځته شوه، کله چې له مېنځنۍ کورمې څخه صدې ته روان د مسافرو ډک ډاټسن د تېز رفتارۍ له امله د چلوونکي له کنټروله ووت او د تاوېدو پر مهال چپه شو.

 

د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د ریسکیو ۱۱۲۲ ډلې سیمي ته ورسېدې او ټپیان یې د لومړنۍ طبي مرستې ورکولو نه پس د درملنې لپاره د صدې روغتون ته لېږدولي دي. 

 

چارواکي وایي، چې ټپیان د مرکزي کورمې د پاړه چمکني سیمي اوسېدونکي دي. د لومړنیو معلوماتو له مخې، په ټپیانو کې د یوه ټپي روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودلی شوی دی.