د بره اورکزو د غلجو په سيمه کې د ضلعي هيډکوارټر د کوز اورکزو ته د لېږدولو د پرېکړې پر ضد سلګونو قبایلي مشرانو، سياسي او ټولنيزو فعالانو، سوداګرو او ځايي اوسېدونکو احتجاجي مظاهره کړې ده.

 

مظاهرې ته راغلو کسانو تور بيرغونه، بينرونه او پلې کارډونه له ځان سره راوړي وو، چې پرې د هيډکوارټر د لېږدولو پر ضد شعارونه ليکلی شوي وو. د احتجاج پر مهال غلجو بازار هم تړلی پاتې شو.

 

مظاهره چیانو د نعره بازۍ ترڅنګ غونډې ته ويناوې وکړې. په دې موقع، حاجي صوبت خان، حاجي شريف او نورو ويناوالو وويل چې د ضلعي هيډکوارټر يو اړخيزه لېږدول به ونه مني او د دې پرېکړې پر ضد به خپلې هلې ځلې جاري ساتي.

 

ويناوالو خبرداری ورکړ چې که غوښتنو ته يې پام ونه شي، نو د جون په څلورمه نېټه به نور هم پراخ احتجاجونه وکړي.

 

د احتجاج ګډونوالو غوښتنه وکړه چې ضلعي هيډکوارټر دې په بره اورکزو کې وساتلی شي، ځکه، د دوي په وينا، دا کار به د امنيت، پرمختيايي چارو او سرکاري خدمتونو په وړاندې کولو کې مرسته وکړي.

 

مظاهره چیانو دا غوښتنه هم وکړه چې په غلجو کې دې د بانک څانګه او د موبايل ټېليفون شبکې بېرته فعالې شي، څو د سيمي د خلکو ستونزې راکمې شي.

 

بل لور ته ضلعي انتظاميې ويلي دي، چې د صوبايي حکومت د لارښوونو له مخې د هيډکوارټر د لېږدولو چارې روانې دي او د ولسي اسانتياوو لپاره به اړين ګامونه پورته کېږي.