په کوېت کې د وروستیو حالاتو او د هوایي ډګر د بندښت نه وروسته، د سیمي مشهور شرکت 'جزیره ایرلاینز' پېښور ته د خپلو الوتنو د بیا پېل کولو اعلان کړی دی.

 

دا ګام د هغه زرګونو پښتنو مسافرو لپاره ډېره لویه اسانتیا بلل کيږي، چې په کوېت کې د ستونزو سره مخ وو او د خپلو کورونو نه لرې ایسار پاتې وو.

 

د 'پروژه برکت' لاندې د پېښور الوتنې به د اپريل په ۱۷مه د سعودي عربستان د لارې پېل کيږي چې په اوونۍ کې به دوه ځله، د جمعې او یکشنبې په ورځ وي.

 

د جزیره هوايي شرکت د نوي پلان مطابق، په کويت کې د هوايي ډګر بنديدو له امله دوي د 'پروژه برکت' د لاندې خپلې الوتنې د سعودي عربستان د دمام هوایي ډګر ته منتقل کړې دي.

 

د پلان مطابق، مسافر به لومړی په کوېت کې د 'مشرف' نمایش ګاه (Hall 8) ته راځي او له هغه ځایه به په بسونو کې سعودي عربستان ته وړل کیږي ترڅو د پېښور باچا خان هوايي ډګر ته په الوتکه کې روان شي.

 

د باچا خان هوايي ډګر او جزیره هوایي شرکت د چارواکو غبرګون

د جزیره هوایي شرکت مشر باراتن پاسوپتي په یو مطبوعاتي بیان کې ویلي: “موږ په هر حال کې غواړو چې خپل مسافر خپلو منزلونو ته ورسوو او د کوېت رابطه د نړۍ سره بحال وساتو.”

 

بلخوا د پېښور باچا خان نړیوال هوایي ډګر سرچینو شال نیوز ته ویلي چې دوي د جزیره د الوتنو هرکلي ته تیار دي او د مسافرو لپاره یې ټولې تیارۍ نیولي دي. که څه هم د تیلو د نرخونو او جنګي حالاتو له امله نورو شرکتونو خپلې الوتنې کمې کړې دي، خو د جزیره دا متبادله لاره د پښتنو لپاره یو لوی غنیمت دی.

 

د سیالکوټ او نورو ښارونو لپاره هم د الوتنو بحالي

د پېښور نه علاوه، جزیره هوایي شرکت د اپریل په ۱۵مه نېټه د پنجاب ښار سیالکوټ ته هم الوتنې پیلوي. دا الوتنې نه یوازې د مسافرو د تګ راتګ لپاره مهمې دي، بلکې په دې سره به د پاکستان او کوېت تر منځ تجارتي هلې ځلې او د مزدورانو له خوا رالېږل کېدونکې پیسې هم په خپل وخت رسېږي. 

 

شرکت د ټولو مسافرو نه غوښتنه کړې ده چې د وخت نه وړاندې خپلې تیارۍ وکړي او د نورو معلوماتو لپاره د جزیره ویب پاڼه وګوري.