ملګرو ملتونو وړاندیز کړی دی چې د لبنان په سویل کې دې د خپل اوسني سوله ساتي ماموریت (یونیفیل) پر ځای یو نوی نړیوال ځواک جوړ شي، څو د اسراییل او حزب الله ترمنځ د اوربند د دوام څارنه وکړي او د تاوتریخوالي د بیا رامنځته کېدو مخه ونیسي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي ،انتونیو ګوتېرېش، د امنیت شورا ته په وړاندې کړي راپور کې ویلي دي، چې په سویلي لبنان کې امنیتي وضعیت لا هم حساس دی او د اوربند د ټینګښت لپاره د نړیوال حضور اړتیا شته.
د راپور له مخې، د نوي ماموریت لپاره څو بېلابېل انتخابونه وړاندې شوي دي. په دغو کې د محدود شمېر سرتېرو لرونکی څارونکی ځواک او هم پراخ نړیوال ماموریت شامل دي. وړاندیز شوی ځواک به د اوربند د پلي کېدو څارنه، د سرحدي سیمو وضعیت ارزونه، د شخړې د دواړو خواوو ترمنځ همغږي او د لبنان د پوځ ملاتړ کوي.
یونیفیل له ۱۹۷۸ کال راهیسي په سویلي لبنان کې ځای پر ځای دی او د اسراییل او لبنان ترمنځ د پولې د وضعیت څارنه کوي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېر کال د دې ماموریت موده د وروستي ځل لپاره وغځوله او له عمومي منشي یې وغوښتل چې د ماموریت له پای ته رسېدو وروسته د امنیتي ترتیباتو لپاره بدیلې لارې چارې وړاندې کړي.
په راپور کې ویل شوي دي چې د اسراییل او حزب الله ترمنځ له وروستیو نښتو او د اوربند له پرله پسې سرغړونو وروسته، په سیمه کې د تاوتریخوالي د بیا زیاتېدو اندېښنې لا هم موجودې دي. ملګري ملتونه باور لري چې نوی نړیوال ځواک به د اوربند د څارنې او د احتمالي شخړو د مخنیوي په برخه کې مهم رول ولوبوي.
تر اوسه د امنیت شورا د دغه وړاندیز په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې، خو تمه کېږي چې په راتلونکو میاشتو کې به د سویلي لبنان د امنیتي وضعیت او د نړیوال ځواک د راتلونکي په اړه نور بحثونه او سلا مشورې وشي.

شال نیوز