د شانګلې د کوزې الپورۍ تحصيل د رحيم آباد د سيمي اوسېدونکي ،علي باش، شال نيوز ته ویلي، چې په دې سيمه کې د يو خټين کور د چت پرېوتو له امله شپږ ماشومان مړه او يو بل ټپي شوی دی.

 

علي باش زیاته کړه، چې پېښه ،د جون په لومړۍ، د شپې شاوخوا دوه بجې رامنځته شوې ده. د هغه په وينا، کور له دوو خټينو خونو جوړ و او د پېښې پر مهال کور ته مېلمانه هم راغلي وو.

 

هغه وويل، په اغېزمنو ماشومانو کې درې نجونې د کورنۍ غړې وې، په داسې حال کې چې څلور نورې نجونې د مېلمنو په توګه له بل کور څخه راغلې وې. د علي باش په وينا، د کور د چت د بېش او لرګينو ستنو د ماتېدو له امله چت را ولوېده او ټول اووه ماشومان تر ملبې لاندې شول.

 

د پېښې وروسته د سيمي خلکو د ژغورنې چارې پېل کړې، او وروسته د ريسکيو ۱۱۲۲ شانګلې ډله هم د پېښې ځای ته ورسېده او په عملياتو کې يې برخه واخيسته.

 

د ريسکيو ۱۱۲۲ شانګلې وياند ،رسول خان شريف، وويل چې ژغورونکو ټول اووه ماشومان له ملبې راويستي دي. هغه زیاته کړه، چې د ماشومانو عمرونه د څلورو او پنځلسو کلونو ترمنځ وو، او د پېښې په اړه نورې پلټنې روانې دي.