د کورمې ضلعې د منځنۍ کرم اړوند د توده اوبو په سیمه کې ،د جون په لومړۍ، د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال شپږ وسلوال وژلی شوي دي.
د پولیسو او امنیتي سرچینو په وینا، ځواکونو ته د وسلوالو د یوه احتمالي برید د چمتووالي په اړه معلومات ترلاسه شوي وو، چې له هغې وروسته یې په سیمه کې عملیات ترسره کړل.
سرچیني وایي، د عملیاتو په ترڅ کې شپږ وسلوال وژلی شوي او امنیتي ځواکونو د هغوي د فعالیتونو د مخنیوي ادعا کړې ده. امنیتي سرچینو ویلي چې په سیمه کې د وضعیت د څارنې او پلټنو چارې دوام لري.
خپلواکو سرچینو تر اوسه د دې عملیاتو په اړه د امنیتي ادارو ادعاوې نه دي تایید کړې.
د پېښې په اړه تر اوسه د وسلوالو له لوري کوم دریځ نه دی څرګند شوی.

شال نیوز