د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وایي، د اسراییلو له وزیراعظم ،بنیامین نتنیاهو، سره یې ګټورې خبرې کړې دي او له دغو خبرو وروسته پرېکړه شوې ده چې اسراییلي ځواکونه به د لبنان پلازمېنې بیروت ته نه ننوځي او هغه ځواکونه چې د تګ په حال کې وو، بېرته ګرځول شوي دي.

 

ټرمپ دغه څرګندونې د خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشل» له لارې کړې دي.

 

 

 

 

نوموړي ویلي، د لوړپوړو منځګړو کسانو په وسیله یې له حزب الله سره هم اړیکې نیولې دي، او د ده په وینا، حزب الله منلې ده چې پر اسراییلو به بریدونه نه کوي، او په بدل کې به اسراییل هم پر حزب الله برید نه کوي.

 

د امریکا ولسمشر په خپل پیغام کې لیکلي، چې له اسراییلي وزیراعظم سره یې خبرې «ډېرې ګټورې» وې او دواړو لورو د تاوتریخوالي د کمولو په اړه موافقه کړې ده.

 

ټرمپ دا هم ویلي دي چې له ایران سره روانې خبرې اترې په چټکۍ سره مخته روانې دي، خو د دغو خبرو د څرنګوالي او موضوعاتو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

 

 

 

 

تر اوسه د اسراییلو حکومت او حزب الله په رسمي ډول د ټرمپ د دغو څرګندونو بشپړ تایید نه دی کړی. همدارنګه د لبنان حکومت هم په دې اړه کوم رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی.

 

د ټرمپ دا څرګندونې په داسې وخت کې مخې ته راغلې دي، چې په وروستیو ورځو کې د اسراییلو او حزب الله ترمنځ د احتمالي نښتو او د جګړې د پراخېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې وې. نړیوالو څارونکو خبرداری ورکړی و چې د تاوتریخوالي هر ډول پراخېدل به نه یوازې لبنان او اسراییل، بلکې د سیمي نور هېوادونه هم اغېزمن کړي.

 

سیاسي شنونکي وایي، که د ټرمپ له خوا اعلان شوې هوکړه عملي شي، نو دا به د سیمي د روان کړکېچ د کمېدو لپاره یو مهم ګام وي، خو د هغې د بریالیتوب لپاره به د ټولو ښکېلو لورو رسمي تایید او عملي اقدامات اړین وي.

 

د امریکا ولسمشر د خپل پیغام په پای کې ویلي، چې د دې موضوع په اړه د خلکو د پام او ملاتړ مننه کوي او هڅې روانې دي چې په سیمه کې د تاوتریخوالي د لا پراخېدو مخه ونیول شي.