د خېبر پښتونخوا د ښځو د وقار کمېشن ویلي دي، چې د کورني تشدد د مخنیوي او د اغېزمنو کسانو د ملاتړ لپاره د ۲۰۲۱م کال د کورني تشدد قانون له مخې د ضلعي حفاظتي کمېټو (ډسټرکټ پروټېکشن کمېټۍ) جوړول او د هغو رسمي فعالول د وخت مهم ضرورت دی.

 

د کمېشن مشرې ډاکټر سمیرا شمس د ټولنیزې ښېګړې، ځانګړو زده کړو او د ښځو د پیاوړتیا ادارې سېکرټر ته په استولي خط کښې ویلي دي چې د کورني تشدد د پېښو د مخنیوي او د قربانیانو د مؤثر ملاتړ دپاره د دغو کمېټو کردار ډېر مهم دی.

 

د کمېشن په وینا، په وروستیو کلونو کښې د کورني تشدد د راپور شویو پېښو له زیاتېدو سره اړتیا ده چې داسې انتظامي نظام نور هم مضبوط کړی شي، چې اغېزمنو ښځو او نورو قربانیانو ته حفاظت، لارښوونه او ضروري اسانتیاوې په وخت برابرې کړي.

 

کمېشن ویلي دي چې ضلعي حفاظتي کمېټۍ کولی شي د اړوندو ادارو ترمنځ همغږي ښه کړي، د قانون پر عملي کېدو څارنه مضبوطه کړي او قربانیانو ته د خدماتو رسېدل تېز او اسانه کړي.

 

د ښځو د وقار کمېشن له صوبایي حکومت څخه غوښتنه کړې، چې د دغو کمېټو د نوټیفیکېشن او فعالولو عمل ته لومړیتوب ورکړي، ترڅو د کورني تشدد له امله اغېزمنو کسانو ته پر وخت مرسته او قانوني حفاظت برابر شي.

 

کمېشن دا هم ویلي دي چې د حکومت او اړوندو ادارو سره به د همغږۍ، تخنیکي مرستې او ګډ کار په برخه کښې بشپړه همکاري کوي.