د ګلګت بلتستان مشهور سېلګریز ځای ‘فیئري میډوز’ ته د سېلانیانو وړونکی یو ګاډی د دیامر ضلعې د چلاس په سیمه کې ژورې کندې ته لوېدلی، چې له امله یې د موټر چلوونکي په ګډون لږ تر لږه اووه کسان مړه شوي دي.

 

د پولیسو په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې ګاډی د فیئري میډوز پر لور روان و او په یوه غرني او خطرناک سړک کې له کنټروله ووت او کندې ته ولوېد.

 

د پېښې له رامنځته کېدو سمدستي وروسته پولیس، ریسکیو ډلې او ځايي اوسېدونکي سیمي ته ورسېدل او د ژغورنې او مړو د را ایستلو عملیات یې پېل کړل.

 

چارواکي وایي، په پېښه کې مړه شوي ټول کسان پر ځای وژل شوي وو او مړي یې نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي. د پولیسو په وینا، د موټر چلوونکي پېژندنه د ضیاءالله په نوم شوې، چې د دیامر د داریل سیمي اوسېدونکی و. همداراز د مړو شویو سېلانیانو له ډلې د علي او سجاد په نوم د دوو کسانو شناخت شوی دی.

 

د ریسکیو سرچینو ویلي، د نورو قربانیانو د شناخت او د هغوي د اصلي سیمو د معلومولو هڅې روانې دي.

 

د لومړنیو معلوماتو له مخې، پېښه ښايي د ګاډي د بې‌ قابو کېدو له امله رامنځته شوې وي، خو ځايي انتظامیې ویلي دي چې د پېښې د کره لامل د معلومولو لپاره یې رسمي پلټنې پېل کړې دي.

 

فیئري میډوز د نانګاپربت غره په لمنه کې د پاکستان له مشهورو سېلګریزو سیمو څخه ده، چې هر کال زرګونه کورني او بهرني سېلانیان ورته ورځي. د سیمي غرني او تنګ سړکونه د ترافیکي پېښو له پلوه له خطرناکو لارو شمېرل کېږي.