د خېبر پښتونخوا د قدرتي افتونو د نظم ادارې (پي ډي ایم ای) په صوبه کې د سختو بارانونو، ږلۍ او د تېزو بادونو د اټکل له کبله هایي الرټ یا لوړ خبرداری جاري کړی دی.
د پي ډي ایم ای له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې د جون له ۲م څخه تر ۵م پورې، د صوبې په ګڼو ضلعو کې د تېزو بادونو او تندرونو ترڅنګ د باران او ږلۍ امکان شته چې له امله یې د بیړنیو حالاتو د مقابلې لپاره ضلعي انتظامیو ته د چمتو اوسېدو لارښوونه کړې ده.
د ادارې د ویاند په وینا، په دغه موده کې د چترال، دیر، سوات، شانګلې، کوهستان، بونیر، مالاکنډ، بټګرام، مانسهرې او ایبټ اباد په ګډون په شمالي ضلعو کې د سختو بارانونو او ږلۍ وېره ده. د دې ترڅنګ په پېښور، مردان، نوښار، چارسده، صوابۍ، کوهاټ، کورمې، اورکزو، خېبر، باجوړ، مومندو، بنو، لکي مروت، ډېره اسماعیل خان او ټانک کې هم د طوفان او باران اټکل شوی دی.
چارواکو خبرداری ورکړی، چې د دې بارانونو له امله په غرییزو سیمو کې د ځمکې د ښوېدو یا لېنډ سلایډنګ او په ویالو او نالو کې د سېلابونو راتلو خطره شته. د چترال، دیر، سوات، شانګلې، مالاکنډ، بونیر، ایبټ اباد او کوهستان په خوړونو کې د ناڅاپي سېلاب او په هوارو سیمو لکه پېښور، مردان او نوښار کې په ودانیو کې د اوبو د ډنډ کېدو وېره څرګنده شوې ده.
پي ډي ایم ای ویلي دي، چې د تېزو بادونو او ږلۍ له امله د خلکو کچه کورونو، د برېښنا ستنو او سولر ښیښو ته د زیان رسېدو ترڅنګ په صوبه کې ولاړو فصلونو ته هم تاوان رسېدی شي.
بلخوا، ضلعي انتظامیو او اړوندو ادارو ته امر شوی دی، چې د ژغورنې ډلې او وسایل چمتو وساتي او د لویو لارو د پرانیستلو او د اوبو د وتلو د نظام صفايي یقیني کړي.
په دغه خبرپاڼه کې پر سیلانیانو غږ شوی دی چې له غېر ضروري سفرونو ډډه وکړي، ولس دې له سېلابي اوبو او د خطر ځایونو څخه لرې پاتې شي او د هر ډول پېښې پر مهال دې وګړي د پي ډي ایم ای د بېړني مرکز شمېرې ۱۷۰۰ باندې رابطه کوي.

خانزیب محسود