په بوچستان کې د تېرو څو ورځو راهیسې د ناڅاپي بارانونو او خونړیو سېلابونو له امله د ژوند نظام ګډوډ شوی او د مرګ شمېره اتلسو ته رسېدلې ده په مړو کې تر ټولو زیات شمېر د ماشومانو ښودل شوی دی۔
د ځاني او مالي زیانونو تفصیل
راپورونه وایي چې په مړو کې یوولس ماشومان او اووه سړي شامل دي۔ بلخوا په بېلابېلو پېښو کې لږ تر لږه اوولس کسان سخت ژوبل شوي هم دي۔ په ژوبلو کسانو کې هم د ماشومانو او ښځو شمېر زیات دی۔ د بارانونو له امله د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې پنځه دېرش کورونه په بشپړ ډول د خاورو سره خاورې شوي او یو سل او اووه ویشت کورونه نیمه خوا نړېدلي دي په موسی خېل کې د اسماني تندر له امله د مالدارو پنځه شپېته مېږې او وزې هم مړې شوې دي۔
تر ټولو زیاتې ځپل شوې سیمې
د سېلابونو دا څپه د بلوچستان په شمالي او مرکزي برخو کې ډېره سخته وه په ځانګړي توګه ژوب کلو هرنای ډکۍ قلعه عبدالله او کچي هغه ولسوالۍ دي چېرته چې د خلکو ولاړ فصلونه کورونه او سړکونه سېلابونو وړي دي۔ په ځینو سیمو کې د غرو ښوېدو له امله لویې لارې هم د تګ راتګ لپاره بندې شوې وې۔
د موسم اوسنی حال
که څه هم نن په کوېټه او شاوخوا سیمو کې باران درېدلی او هوا یخه شوې ده خو د سېلابونو خطر لا هم په بشپړ ډول نه دی ختم شوی۔ په ډېرو سیمو کې د سېلابونو اوبه لا ولاړې دي او د ژغورنې عملیات په ځینو برخو کې د سړکونو د خرابوالي له امله د ستونزو سره مخ دي۔ خلکو ته ویل شوي چې د سیندونو او د غرو د خوړونو له غاړو لرې پاتې شي۔

شال نیوز