د بر سوات د قندیل کس په سیمه کې د سوات سیند د غاړې نړېدو د سړک یوه لویه برخه زیانمنه کړې ده، چې له امله یې د خلکو، مسافرو او سیلانیانو تګ راتګ له ستونزو سره مخ شوی دی او د لارې د بشپړ پرې کېدو اندېښنې یې راپارولې دي.
شال نیوز ته ترلاسه شویو انځورونو کې ښکاري چې د سیند اوبو د سړک لاندې خاوره او کاڼي وړي دي او د سړک یوه پراخه برخه تشه پاتې شوې ده. په ځینو ځایونو کې یوازې یوه تنګه لار د موټرو د تګ راتګ لپاره پاتې ده، چې چلوونکي پرې په ورو او ډېر احتیاط تېرېږي.
ځايي اوسېدونکي وایي، د سیند د غاړې نړېدل له څو ورځو راهیسي دوام لري او هره ورځ د سړک نورې برخې هم له ګواښ سره مخ کېږي. د دوي په وینا، که بیړني ګامونه پورته نه شي، نو د سړک پاتې برخه هم سیند ته لوېدلی شي او لاره به د هر ډول تګ راتګ لپاره بنده شي.
د سیمي خلکو شال نیوز ته ویلي دي، چې دا لاره د بر سوات ګڼو کلیو ته د تګ راتګ یوازینۍ اسانه لار ده او هره ورځ پرې سلګونه موټرې، سوداګر او سیلانیان سفر کوي. د اوړي په موسم کې سوات ته د سیلانیانو شمېر زیات شوی دی، خو د سړک خراب حالت د هغوي سفرونه اغېزمن کړي دي.
ځايي دوکانداران وایي، که د لارې د ژغورلو لپاره پر وخت کار ونه شي، نو نه یوازې به د خلکو تګ راتګ له ستونزو سره مخ شي، بلکې د سیمي سوداګري او د سیلګرۍ چارې به هم زیان وویني.
د سیمي اوسېدونکو له حکومت، د لویو لارو له ادارې او د سوات ضلعي انتظامیې غوښتنه کړې ده چې د سیند د غاړې نړېدو د مخنیوي لپاره دې زر تر زره د ډبرو بندونه او ساتندوی دېوالونه جوړ کړي او د سړک د خوندي کولو چارې دې پېل کړي. تر اوسه اړوندو چارواکو په دې اړه کوم رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.

عصمت علي اخون