د خېبر ضلعې د باړې تحصيل د ډوګره  روغتون چارواکي وايي، چې د تيراه له بېلابېلو سيمو څخه د بې‌ ځايه شويو زرګونو کورنيو تر راتګ وروسته په روغتون کې د ناروغانو شمېر د پام وړ زيات شوی او د روغتيايي خدمتونو پر نظام يې فشار ډېر کړی دی.

 

د روغتون د رېکارډونو له مخې، د باندنيو ناروغانو (او پي ډي) ورځنی شمېر چې پخوا به د ۶۰۰ او ۷۰۰ ترمنځ و، اوس له زرو تنو اوښتی دی.

 

د روغتون سرچيني وايي، چې د عملياتو خونه، د ښځو او ولادي ناروغيو څانګه، اېکسرې او لابراتوار د ناروغانو د زياتوالي له امله له اضافي کاري بوج سره مخ دي.

 

د سرچينو په وينا، پخوا به هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ تر ۶۰۰ طبي معاينې او لابراتواري ټېسټونه ترسره کېدل، خو اوس دا شمېر د ورځې له زرو څخه تر ۱۲۰۰ پورې رسېدلی دی.

 

چارواکي وايي، چې ډوګره روغتون يوازې د باړې او تيراه ناروغانو ته خدمتونه نه وړاندې کوي، بلکې د اورکزو ضلعې او د پېښور نږدې سيمو لکه سنګو، شيخان، ماشوخېل او سربند اوسېدونکي هم د درملنې لپاره دغه روغتون ته مراجعه کوي.

 

د باړې د سپاه قبيلې يو ټولنيز فعال ،تراب علي، شال نيوز ته وويل، چې د پرمختللو تشخيصي اسانتياوو د نشتوالي له امله يو شمېر ناروغان د نورو معاينو او درملنې لپاره د پېښور لويو روغتونونو ته استول کېږي.

 

هغه زیاته کړه، چې د تيراه ډېری بې‌ ځايه شوې کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د ناروغانو پېښور ته لېږدول پرې اضافي مالي بار اچوي. تراب علي دا هم وويل چې د تيراه ځيني ناروغان د کمپيوټرايزډ او پي ډي پرچه ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ دي، ځکه چې له دې نظام سره پوره بلدتيا نه لري.

 

په دې اړه د ډوګره روغتون طبي مشر ډاکټر عالمګير وويل، چې د روغتون ډاکټران او روغتيايي کارکوونکي د محدودو سرچينو او د مرستندويه طبي عملې د کمښت باوجود د ناروغانو د درملنې لپاره شپه او ورځ کار کوي.

 

نوموړي وويل: “د تيراه د بې‌ ځايه شويو کورنيو تر راتګ وروسته د ناروغانو شمېر په څرګند ډول زيات شوی دی. موجودې اسانتياوې او بشري سرچيني تر سخت فشار لاندې دي، خو بيا هم هڅه کوو چې ټولو ناروغانو ته پر وخت او غوره روغتيايي خدمتونه وړاندې کړو.”

 

د هغه په وينا، دا مهال د ډوګره ټايپ ـ ډي روغتون د باړې، تيراه او اورکزو ضلعو ترڅنګ د پېښور د ځينو نږدې سيمو شاوخوا شپږ لکه اوسېدونکو ته روغتيايي خدمتونه برابروي.

 

ډاکټر عالمګير زیاته کړه، چې د روغتون له ټايپ ـ ډي څخه ټايپ ـ سي درجې ته لوړول د ستونزې تر ټولو اغېزمن حل دی، ځکه چې له دې سره به د ناروغانو لپاره نورې اسانتياوې او اضافي طبي عمله برابره شي. هغه له صوبايي حکومته وغوښتل چې د روغتون د لوړولو چارې زر تر زره عملي کړي.

 

بلخوا د ضلعې د روغتيا څانګې چارواکي وايي، چې په تيراه او نورو لرې پرتو سيمو کې د ۶۴ روغتيايي مرکزونو له ډلې اووه مرکزونه تړلي دي، چې له امله يې د ناروغانو اضافي بار پر ډوګره روغتون ورغلی دی. د دوي په وينا، درې نور روغتيايي مرکزونه هم په محدودو اسانتياوو فعاليت کوي.

 

د باړې پخوانی بلدياتي استازی ،جاوېد خان اپريدی، وایي چې که تړل شوي روغتيايي مرکزونه بېرته فعال شي او ډوګره روغتون ته نور ډاکټران، نرسانې او طبي کارکوونکي وګومارل شي، د باړې او تيراه د اوسېدونکو ډېرې روغتيايي ستونزې به راکمې شي.

 

د باړې د صوبايي اسمبلۍ غړي او د ضلعې د پرمختيايي مشورتي کمېټې مشر ،عبدالغني، پع دې اړه وويل چې د ډوګره روغتون د لوړولو لپاره د امکان سنجۍ راپور او پي سي ـ ون بشپړ شوي او په دې اړه رسمي منظوري هم ورکړل شوې ده.

 

خو د سيمي اوسېدونکي وايي، چې تر هغو چې د روغتون د پراختيا چارې په عملي ډول نه وي پېل شوي، د روغتيايي اسانتياوو کمښت به د باړې او تيراه د خلکو لپاره يوه جدي ستونزه پاتې وي.