د لوي اختر د رخصتیو پر مهال د خېبرپښتونخوا سېلګریزو سیمو ته د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د ورتګ کچه لوړه پاتې شوې ده، او په څلورو ورځو کې له ۱۱ لکه ۶۴ زرو څخه زیاتو کسانو د صوبې بېلابېلو سیمو ته سفرونه کړي دي.

 

د خېبرپښتونخوا د کلتور او سېلګرۍ محکمې د معلوماتو له مخې، سوات د سیلانیانو تر ټولو لوي مرکز پاتې شوی دی، چې د اختر په رخصتیو کې ۳ لکه ۳۳ زره ۹۳۹ سیلانیان ورغلي دي. همداراز ناران ته ۱ لک ۷۲ زره ۲۸۹ او ګلیاتو ته له ۱ لک ۱۰ زرو څخه زیات سیلانیان تللي دي.

 

د راپور له مخې، د صوبې قبایلي ضلعو کې هم د سیلګرۍ کچه د پام وړ لوړه وه. دغو سیمو ته ټولټال ۳ لکه ۹۴ زره ۶۸۲ سیلانیان ورغلي، چې یوازې سویلي وزیرستان ته ۱ لکه ۴۴ زره او اورکزو ته ۹۲ زره ۱۱۲ سیلانیان تللي دي.

 

د سېلګرۍ ادارې ډایرکټر جنرل ،شاهد خان، ویلي دي چې د اختر په رخصتیو کې د سیلانیانو د اسانتیا او خوندیتوب لپاره ځانګړي انتظامات شوي وو. د هغه په وینا، د اعلا وزیر ،محمد سهیل اپریدي، د سېلګرۍ سلاکار او د سېلګرۍ لپاره د ځانګړي مرستیال ،ملک عدیل اقبال، په لارښوونه په ټولو مهمو سېلګریزو سیمو کې د ټورازم پولیسو او اړوندو ادارو له خوا ځانګړي خدمات وړاندې شوي دي.

 

چارواکي وایي، چې د لوي اختر پر مهال ۱۶۶ بهرنیو سیلانیانو هم د خېبرپښتونخوا بېلابېلو سېلګریزو سیمو ته سفرونه کړي دي.

 

د سېلګرۍ محکمې په وینا، د سیلانیانو د شمېر زیاتوالی د صوبې په سېلګریزو سیمو کې د امنیتي وضعیت د ښه والي او د سېلګرۍ د اسانتیاوو د پراختیا څرګندونه کوي.