د پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند د چیئرمین ،خوشحال خان کاکړ، په مشرۍ د بلوچستان په برشور کې د ناجایزه الاټمنټونو او ناامنۍ پر ضد یوه احتجاجي ولسي غونډه ترسره شوه، چې پکې د ګوند لوړپوړو مشرانو او ګڼ شمېر فعالانو ګډون وکړ.

 

دغه ولسي غونډه د شېراني ضلعې د ضلعي کانفرنس د لومړي ناستې په بڼه پېل شوه، چې مشري یې هم د ګوند چیئرمین خوشحال خان کاکړ کوله. په دې موقع د ګوند سینیر ډپټي چیئرمین رضا محمد رضا، سینیر سیکرټري سید عبدالقادر آغا ایډوکیټ، د سویلي پښتونخوا صوبايي صدر نصرالله خان زیري، صوبايي نائب صدر عبدالقیوم ایډوکیټ او صوبايي سیکرټري خوشحال کاسي هم ویناګانې وکړې.

 

په دې موقع د پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند چیئرمین او د قامي اسمبلۍ غړي خوشحال خان کاکړ په خپله وینا کې وویل چې پښتانه له بلوڅو او سنديانو سره د جګړې په حالت کې نه دي او نه به هم د قامي نفرتونو خپرولو ته اجازه ورکړي، خو ګوند به د پښتنو د حقونو او د هغوي پر وړاندې د روانو بې‌ عدالتیو پر ضد خپل غږ پورته کولو ته دوام ورکړي.

 

هغه د نویو ضلعو او ډویژنو د جوړېدو پر پالیسیو نېوکه وکړه او ویې ویل چې د وسایلو او پرمختیایي فنډونو لویه برخه بلوڅ مېشتو سیمو ته ورکول کېږي، په داسې حال کې چې د پښتنو سیمي له پامه غورځول شوي دي.

 

خوشحال خان کاکړ ادعا وکړه چې په دولتي دندو، سکالرشپونو او پرمختیایي بودیجه کې د پښتنو سیمو برخه کمه ده او د بلوڅ مېشتو سیمو ته زیات امتیازات ورکړل شوي دي. هغه وویل چې ولس د دې پوښتنې حق لري او باید د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کړي.

 

هغه اوسنی حکومت  “د فارم ۴۷ حکومت” وباله او ټینګار یې وکړ چې د خلکو د حقونو لپاره به مبارزه روانه وي، که حکومت هر ځای وي.

 

نوموړي په خپله وینا کې د ګرانۍ او اقتصادي ستونزو یادونه هم وکړه. د هغه په وینا، په پښتون مېشتو سیمو کې اقتصادي حالات ډېر خراب دي او د ایراني تېلو بیې د لېږد پر مهال په بېلابېلو سیمو کې لوړېږي.

 

هغه د سرحدي سوداګرۍ ستونزو ته په اشارې وویل چې د پښتنو لپاره د چمن، قمرالدین او انګور اډې په څېر پولې تړلی شوې دي، چې له امله یې ځايي کاروبار او روزګار سخت اغېزمن شوی، خو د تفتان پوله پرانیستې ده.

 

خوشحال خان کاکړ زیاته کړه چې د پښتنو سیمو ټرانسپورټران او سوداګر له سختو ستونزو سره مخ دي او په ځینو ځایونو کې د موټرو او بار وړونکو لاریو د سوځولو پېښې هم ثبت شوې دي، چې له امله یې سوداګریز فعالیتونه زیانمن شوي دي.

 

د غونډې ګډونوالو د حکومت نه غوښتنه وکړه چې د بلوچستان امنیت ته پاملرنه وکړي او د سرحدي ستونزو زر تر زره حل را وباسي، څو د ځایي خلکو اقتصادي ستونزې حل شي.