ځایي سرچیني وایي، چې د قلعه عبدالله ضلعې په میزئ اډه کې د موټرسایکل سپرو ناڅرګنده وسلوالو په ډزو کې درې تنه وژلی شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

 

د سرچینو په وینا، په وژل شویو کسانو کې قبایلي مشر داد محمد کاکړ، سید متک آغا او جبار پهلوان شامل دي، په داسې حال کې چې سید جعفر آغا په پېښه کې ټپي شوی دی.

 

د سرچینو په وینا، ټول مړه او ټپیان شوي کسان سمدستي د میزئ اډې روغتون ته لېږدول شوي دي، چرته ډاکټرانو د درې واړو کسانو د مړیني پخلی کړی دی او د ټپیانو درملنه روانه ده.

 

له پېښې وروسته په سیمه کې سخته ویره او ترهه خپره شوې ده. امنیتي ځواکونو په بېلابېلو سیمو کې ناکې لګولي او د بریدګرو د موندلو لپاره یې پلټنې پېل کړې دي.

 

بلخوا، د پېښې په غبرګون کې قبایلي مشرانو او ځایي خلکو د احتجاج په توګه د کویټې او چمن لویه لاره تړلې ده، چې له امله یې د تګ راتګ بهیر په ټپه درېدلی دی.

تر دې دمه د پېښې عوامل ندي معلوم شوي او نه هم چا د دې پېښې زمه واري منلې ده.