د بنو په ضلعه کې ناڅرګنده وسلوالو هغه کس وژلی دی ،چې څو ورځې وړاندې یې تښتولی و. وژل شوی کس د امنیتي ادارو لپاره د جاسوسۍ په تور تورن شوی و.

 

د ځايي سرچینو په وینا، وژل شوی کس اسرارالله نومېده او ،د مې په ۲۷مه، ناڅرګنده وسلوالو له خپلې حجرې څخه تښتولی و.

 

سرچیني زیاتوي چې د هغه مړی د تښتولو نه پنځه ورځې وروسته د قسمت آباد چوک ته نږدې په داسې حال کې وموندل شو چې پر بدن یې د مرمیو ګڼې نښې موجودې وې، چې د سختې وژنې نښه ګڼل کېږي.

 

له پېښې وروسته پولیس سیمي ته ورسېدل، مړی یې خپل واک ته واخیست او د قانوني مرحلو تر بشپړېدو وروسته یې د وژل شوي کس کورنۍ ته وسپاره.

 

پولیس وایي، چې د پېښې پلټنې یې پېل کړې دي، خو تر اوسه پورې څوک نه دي نیول شوي، او نه هم کومې ړسلوالې ډلې د دې پېښې مسولیت منلی دی.

 

د وژل شوي کس خپلوانو له حکومته غوښتنه کړې ده چې د پېښې عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

 

دا پېښه په داسې حال کې مخې ته راغلې ده چې د په بنو کې د پولیس او امن کمېټۍ لخوا د وسلوالو پرضد سخت عملیات دوام لري او د دواړو خواو پر یو بل وخت په وخت بریدونه کېږي.