د خېبر پښتونخوا حکومت پرېکړه کړې ده، چې په راتلونکي مالي کال کې به د ضم شوو قبایلي ضلعو د برېښنا د لېږد او وېش نظام د ښه والي لپاره ځانګړې بودیجه بېله کړي، څو په دغو سیمو کې د پرمختګ، صنعت، سېلګري او روزګار لپاره لا غوره اسانتیاوې برابرې شي.

 

دا پرېکړه د انرژۍ او برېښنا چارو د سېکرټر ،نثار احمد، په مشرۍ په یوه مهمه غونډه کې وشوه، چې پکې د ټرایبل ایریا الیکټرک سپلاۍ کمپنۍ (ټېسکو) د بورډ مشر انجنیر نعیم خان، د ټېسکو چیف ایګزېکټیو انجنیر طاهر جمال او د انرژۍ محکمې نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.

 

په غونډه کې د باجوړ، مومندو، خېبر، اورکزو، شمالي وزیرستان، سویلي وزیرستان او نورو پخوانو قبایلي سیمو لپاره د برېښنا د لېږد او وېش نظام د ښه والي په موخه د روانو پرمختیايي پروژو جاج واخیستل شو. همداراز د راتلونکي مالي کال لپاره د نویو پروژو او د بودیجې د ځانګړې کولو په اړه تفصیلي بحثونه ترسره شول.

 

د غونډې ګډونوالو هوکړه وکړه چې په راتلونکي مالي کال کې به د برېښنا شبکې د پراختیا او پیاوړتیا لپاره د نویو پرمختیايي سکیمونو په موخه ۳۰۰ میلیونه روپۍ ځانګړې کړل شي.

 

د انرژۍ او برېښنا چارو سېکرټر ،نثار احمد وویل، چې د قبایلي سیمو د برېښنايي نظام د پیاوړتیا د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه ده. نوموړي د سیمي د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د برېښنا پروژو بشپړول او خلکو ته د اسانتیاوو رسول به په هر صورت کې دوام ولري.

 

په غونډه کې د ټېسکو د انتظامیې له خوا د برېښنا د بیلونو د راټولولو په برخه کې د ټاکل شویو هدفونو د ترلاسه کولو ستاینه هم وشوه. د انرژۍ محکمې چارواکو ډاډ ورکړ چې د برېښنا د شبکې د پراختیا او د روانو پروژو د بشپړولو لپاره به له ټېسکو سره بشپړه همکاري کوي.