د ریسکیو ۱۱۲۲ د خېبر پښتونخوا صوبایي ویاند ،بلال فیضي، شال نیوز ته ویلي، چې د هنګو د کوټکي پایاں سیمي د یو ځایي ورکوټي ډیم د اوبو په ډنډ کې د لامبو پر مهال پنځه ماشومان ډوب شوي، چې له ډلې یې څلور مړه او یو ماشوم ژغورل شوی دی.
د ریسکیو ۱۱۲۲ د معلوماتو لمخې، د مړو شویو ماشومانو عمرونه د پنځو او اتو کلونو ترمنځ وو، چې پکې دوه ماشومان سکه وروڼه دي.
د سټي تاڼې د پولیسو مشر ،اېس اېچ او، فیاض خان ویلي، چې مړه شوي او ژغورل شوی ماشوم ټول افغان کډوال دي.
چارواکو ویلي، چې له قانوني او ضروري چارو تر بشپړېدو وروسته د ماشومانو مړي او ژغورل شوی ماشوم نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي. د پېښې د لاملونو او نورو اړخونو د معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.
په خېبر پښتونخوا کې د ګرمۍ زیاتېدو سره خلک په سیندونو او ویالو کې د وخت تیري لپاره ورځي، چې له امله یې وخت په وخت په سیندونو، ویالو او ډنډونو کې د ماشومانو او ځوانانو د ډوبېدو پېښې مخې ته راځي.
په یو ورته پېښه کې د ضلع مومند د مېچنۍ کلي د یو ځوان مړی ،د مې په ۳۱مه، د نوښار سره په سیند کې موندلی شوی دی، چې د ځایي خلکو لمخې د لوي اختر په شپه د مېچنۍ سره په کابل سینډ کې د لمبېدلو په وخت ډوب شوی و.

علي افضل افضال