د ملګرو ملتونو د سرمنشي له خوا د امنيت شورا ته په وړاندې شوي نوي راپور کې ويلی شوي دي چې په تېرو ۱۲ مياشتو کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسي تشدد لږ تر لږه ۲۱ پېښې ثبت شوې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي (يوناما) د معلوماتو له مخې، په دغو پېښو کې د ۱۵ ښځو او شپږو نجونو پر وړاندې د جنسي تېري، ډله ييز جنسي تېري، جبري ودونو او نورو جنسي ځورونو پېښې شاملې دي.
د ملګرو ملتونو په راپور کې ويلی شوي دي چې د دغو پېښو پړه د طالبانو پر ځينو چارواکو او د هغوي د امنيتي ځواکونو پر غړو اچولی شوې ده.
راپور زياتوي چې په افغانستان کې د ښځو پر زده کړو، کار او ازاد تګ راتګ د محدوديتونو، او همدارنګه د ښځو د ملاتړ د مرکزونو د تړل کېدو له امله، ګڼې پېښې نه ثبتېږي او اغېزمنو ښځو ته عدالت او مرستو ته رسېدل ستونزمن شوي دي.
ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې ده چې د قانوني، روغتيايي او رواني ملاتړ د اسانتياوو نشتوالی د دې لامل شوی دی چې ډېرې قربانيانې خپلې کيسي له وېرې او ټولنيزو فشارونو پټې وساتي.
ملګرو ملتونو له طالب چارواکو غوښتي دي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسي تشدد د مخنيوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي، د دغو پېښو رڼې پلټنې وکړي او مسؤلين د قانون منګولو ته وسپاري.
تر اوسه د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د دغه راپور په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

شال نیوز