پولیس وایي، د بره کورمې د نستي کوټ سیمي د روضې تاڼې په حدودو کې ،د مې په ۳۰مه، د ځمکې د ملکیت پر سر د دوو خپلوانو ترمنځ د ډزو پېښه رامنځته شوې ده.

 

د پولیسو په وینا، دواړه خواوې د تره زامن وو او د شخړې پر مهال د ډزو له امله دوه سکه وروڼه، سید علي اصغر او سید حکیم، وژل شوي دي.

 

په قبایلي سیمو کې د ځمکو پر سر شخړې له پخوا راهیسي موجودې دي. د سیمي مشران وایي چې د ډېرو ځمکو رسمي ریکارډونه او حدود په بشپړ ډول نه دي ثبت شوي، ځکه د ملکیت، پولو او میراث پر سر لانجې وخت ناوخت راولاړېږي.

 

کارپوهان وایي، د پخوانیو قبایلي سیمو له خیبر پښتونخوا سره تر یوځای کېدو وروسته هم د ځمکو د سروې، ریکارډونو او ملکیتونو د ثبت کولو بهیر په ډېرو سیمو کې نیمګړی پاتې دی، چې له امله یې په وروستیو کلونو کې د ځمکو پر سر خونړۍ شخړې او مرګونې پېښې زیاتې شوې دي.

 

چارواکي وایي، د وروستۍ پېښې په اړه پلټنې پېل شوې دي او د پېښې د ټولو اړخونو د معلومولو هڅې روانې دي.