د امريکا د واشنګټن ریاست په لانګ ويو ښار کې د کاغذ جوړولو په يوه فابريکه کې د يو ستر کیمياوي ټانک د چاؤدیدو له پېښې وروسته د ۱۱ وژل شويو کسانو ټول مړي موندل شوي دي. چارواکي وايي د لټون او ژغورنې عمليات پای ته رسېدلي او اوس د پېښې د علت معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.
دا پېښه ،د مې په ۲۶مه، هغه مهال رامنځته شوه چې شاوخوا ۹۰۰ زره ګېلنه ګنجايش لرونکی يو لوي کیمياوي ټانک ناڅاپه وچودیدو او پکې موجود کیمياوي مواد بهر راووته. دغه مواد د کاغذ جوړولو په صنعت کې کارېږي او د انسان د پوستکي او سترګو لپاره خطرناک ګڼل کېږي.
د اور وژنې او بېړنيو مرستو ادارو په وينا، د پېښې پر وخت ګڼ شمېر کارکوونکي په فابريکه یا کارخانه کې موجود وو. د ټانک له نړېدو وروسته يو شمېر کسان د ملبې او کیمياوي موادو لاندې شول.
چارواکي وايي، په دې پېښه کې اته نور کسان هم ټپيان شوي دي چې پکې يو اور وژونکی هم شامل دی. ټپيان د درملنې لپاره روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د واشنګټن ايالت والي ،باب فرګوسن، ويلي دي چې دا ښیي د ايالت په وروستي تاريخ کې تر ټولو خونړۍ صنعتي پېښه وي. نوموړي د وژل شويو له کورنيو سره خواخوږي څرګنده کړې او ويلي يې دي چې د پېښې هر اړخيزه پلټنه به کېږي.
د چارواکو په وينا، د ټانک له نړېدو وروسته د کیمياوي موادو يوه اندازه نږدې د کولمبيا سيند سيمي ته هم رسېدلې، خو تر اوسه د څښاک اوبو يا د هوا د ککړتيا په اړه کوم جدي خطر نه دی ثبت شوی، او د چاپېريال ساتنې ادارې د سيمي څارنه کوي.
د امريکا د کیمياوي خوندیتوب وفاقی بورډ او نورو اړوندو ادارو د پېښې د علت معلومولو لپاره ګډې پلټنې پېل کړې دي. تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې چې ټانک د تخنيکي خرابۍ، زړښت او که د بل کوم لامل له امله نړېدلی دی.
د فابريکي انتظاميې ويلي دي چې له پلټونکو ادارو سره بشپړه همکاري کوي او د وژل شويو او ټپيانو له کورنيو سره به مرستو ته دوام ورکوي.

شال نیوز