د کوز سویلي وزیرستان په واڼا کې ،د مې په ۳۰مه، قامي امن جرګه وشوه چې پکې د دې ضلعې د قامي او صوبایي اسمبلۍ غړو، قبایلي مشرانو، د سیاسي ګوندونو استازو، ځوانانو او د ټولنې د بېلابېلو فکرونو خلکو په ګڼ شمېر ګډون وکړ.

 

د جرګې ګډونوالو په سیمه کې د تلپاتې امن غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د امنیت ساتل د حکومت اساسي مسؤلیت دی. هغوي ټینګار وکړ چې د سیمي اوسېدونکي د ناامنۍ له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي او حکومت باید د امنیت د ټینګښت لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

 

د کوز سوبلي وزیرستان څخه د صوبایي اسمبلۍ غړي ،عجب ګل ،شال نیوز ته وویل، چې ولس په دې جرګه او په مشرانو باور لري. نوموړي زیاته کړه چې په تېرو کلونو کې هم د علاقې په کچه ورته ولسي هڅې شوې وې چې د امن په ټینګښت کې یې مهم رول لوبولی و. د هغه په وینا، که یو ځل بیا هماغه تګلاره خپله شي، په سیمه کې د امن د بحالۍ امکان شته.

 

ګډونوالو د روان امنیتي وضعیت په تړاو پر ریاست هم نیوکې وکړې. د قامي اسمبلې غړي ،زبیر وزیر، شال نیوز ته وویل، چې د سړکونو خراب حالت، ډرون بریدونه، هدفي وژنې، قلنګونه او ورته نورې ستونزې د حکومت او ریاست د مسؤلیتونو له ډلې دي، خو په دغو برخو کې د ریاست کړنې کافي نه دي او خپلې دندې یې په سمه توګه نه دي ترسره کړې.

 

د جرګې مشرانو په ګډه اعلان وکړ چې د جون په ۱۰مه نېټه به بله جرګه هم کوي. د دوي په وینا، په راتلونکې جرګه کې به د روانو حالاتو په اړه مهمې پرېکړې وشي او د ولسي دریځ او راتلونکې تګلارې اعلان به هم وشي.