د پاړاچنار د سټي تاڼې پولیسو ویلي، د راجو مېلې په غرنیزه سیمه کې د یوې ښځینه روغتیايي کارکوونکې مړی موندلی شوی دی، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې د تشدد نښې پرې لیدلب شوې دي.

 

د سیمه ییزو سرچینو په وینا، نوموړې ،د مې په ۱۳مه، له کوره تر وتلو وروسته بې درکه شوې وه. د هغې جسد د مې په ۳۰مه د راجو مېلې په غرونو کې وموندل شو.

 

د پېښې له خبر ترلاسه کېدو سره سم پولیس او د ریسکیو ۱۱۲۲ کارکوونکي سیمي ته ورغلل او جسد یې د قانوني او طبي معایناتو لپاره د پاړاچنار ضلعي روغتون ته ولېږداوه.

 

پولیسو د نامعلومو کسانو پر ضد مقدمه ثبت کړې او ویلي یې دي چې د پېښې د څرنګوالي او د ښکېلو کسانو د پېژندلو لپاره پلټنې روانې دي.

تر اوسه هېچا د دې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.