په ټولنيزو رسنيو کې د وسلوالو ضد کمپاين چلونکی او د «کی ټي وي نيوز» مشر ،خالد نور، د وسلوالو په حراست کې په يو ويډيوي پيغام کې د خپلو پخوانيو فعاليتونو په اړه بخښنه غوښتې ده او اعلان يې کړی دی چې خپل ټول ټولنيز رسنيز چينلونه يې تړلي دي.
خالد نور په خپره شوې ويډيو کې ويلي دي چې د خپلو تېر فعاليتونو له امله بخښنه غواړي او نور به په ټولنيزو رسنيو کې فعاليت نه کوي.
نوموړي په خپل پيغام کې نورو خبريالانو او د ټولنيزو رسنيو فعالانو ته هم سپارښتنه کړې ده، چې د وسلوالو پرضد له منفي تبليغاتو، يو اړخيزو راپورونو او ناسمې خپرونې څخه ډډه وکړي او خپلې چارې د حقايقو او مسلکي اصولو له مخې ترسره کړي.
دا پرمختګ څو ورځې وروسته له هغې مخې ته راغی چې په ټولنيزو رسنيو کې يوه غږيزه ويډيو خپره شوې وه. په دغه پيغام کې يوه کس، چې ځان يې د وسلوالې ډلې له مشرانو څخه معرفي کاوه، د بنو د يو شمېر ټولنيزو رسنيو فعالانو ته خبرداری ورکړی و.
نوموړي ادعا کړې وه چې د هغو کسانو نوملړ ورسره شته چې ،د ده په وينا، د وسلوالو پر ضد تبليغات کوي او له هغوي يې غوښتي وو چې د خپلو څرګندونو او خپرونو په اړه احتياط وکړي.
په همدې حال کې داسې راپورونه هم خپاره شوي دي چې ګواکې د بنو د يو شمېر نورو خبريالانو او د ټولنيزو رسنيو فعالانو پر ضد هم د اقدام پرېکړه شوې ده. خو د دغو راپورونو په اړه نور جزئيات نه دي ترلاسه شوي.
د خالد نور د ويډيو تر خپرېدو وروسته په سيمه کې د خبريالانو، د رسنيو د فعالانو او د بيان د ازادۍ د وضعيت په اړه بحثونه يو ځل بيا تاوده شوي دي.
د وسلوالو په حراست کې د خالد نور بیان په اړه تر دې دمه دا نده روښانه شوې چې هغه د وسلوالو پرضد څه ویلي وو او دی د کومې ډلې لخوا نیولی شوی و.

غلام اکبر مروت