د ډېره اسماعيل خان د کلاچۍ تحصيل په سيمه کې د فرنټيئر کور خېبرپښتونخوا يو سرتیری، محمد اويس د روزي خان زوې، د ناڅرګنده وسلوالو لخوا وژلی شوی دی.
سرچيني وايي، دا پېښه ،د مې په ۳۰مه، هغه مهال رامنځته شوه چې محمد اویس د اختر رخصتۍ له تېرولو وروسته بېرته خپلې دندې ته روان و. د راپورونو له مخې، نوموړی د شخي ګېټ څخه په بس کې سفر کاوه چې د درېيم ميل سيمي ته نږدې وسلوالو له بس څخه ښکته کړ ډزې یې پرې وکړې.
سرچيني زياتوي، چې محمد اويس د ډزو له امله پر ځای وژل شوی دی. تر اوسه د پېښې په اړه د امنيتي ادارو له لوري رسمي بيان نه دی خپور شوی، او نه هم کومې وسلوالې ډلې د دې برید مسولیت منلی دی.
د خېبر پښتونخوا قبایلي سیمې او سویلي ضلعې د تېرو څو کلونو راهیسي د ناامنۍ سره مخ دي او دغلته وخت په وخت د امنیتي ځواکوتو په سرتېرو د هدفي بریدونو پېښې مخې ته راځي.

صفدر داوړ