د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو غرنیو او ځنګلي سیمو کې د لګېدلو اورونو د مهارولو لپاره د ریسکیو ۱۱۲۲، د ځنګلاتو محکمې، سول دفاع ادارو او ځايي رضاکارانو ګډ عملیات ترسره شوي دي.

 

چارواکي وايي، په مردان، سوات، مالاکنډ، اېبټ اباد او صوابۍ کې ډېری اورونه تر کنټرول لاندې راوستل شوي دي او د لا زیاتو مالي او چاپېریالي زیانونو مخه نیولی شوې ده.

 

د چارواکو په وینا، په وروستیو ورځو کې د سختې ګرمۍ، وچکالۍ، وچو بوټو او تېزو بادونو له امله په ګڼو غرنیو سیمو کې د اور لګېدو پېښې رامنځته شوې وې، چې د ځنګلونو، طبیعي نباتاتو او نږدې استوګنیزو سیمو لپاره یې جدي ګواښ رامنځته کړی و.

 

د ریسکیو ۱۱۲۲ مردان د معلوماتو له مخې، د رستم تحصیل د تاجه، سرکوې او چنګي بابا په غرنیو سیمو کې لګېدلی اور له څو ساعتونو عملیاتو وروسته په بشپړ ډول مړ کړل شوی دی. چارواکي وايي، په عملیاتو کې له ۵۰ څخه زیاتو ژغورونکو، درې اور وژونکو ګاډو او د ځنګلاتو محکمې کارکوونکو برخه اخیستې وه. د اور له امله ځیني ځنګلي بوټي او طبیعي نباتات زیانمن شوي، خو د انساني تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.

 

همداراز، په سوات کې د بریکوټ د پارړۍ پر غره لګېدلی اور له ۲۹ ساعتونو پرله‌ پسې هڅو وروسته مهار او مړ کړی شوی دی. د ریسکیو چارواکو په وینا، د سیمي غرنی جوړښت، لوړې تودوخې او تېزو بادونو د اور وژنې چارې له ستونزو سره مخ کړې وې. د لومړنیو ارزونو له مخې، د ځنګلونو او طبیعي نباتاتو یوې برخې ته زیان رسېدلی، خو استوګنیزې سیمي خوندي پاتې شوې دي.

 

بلخوا د مالاکنډ په بټ خېله او شاوخوا غرنیو سیمو کې هم د اور وژنې عملیات ترسره شوي دي. چارواکي وايي، که څه هم اور تر ډېره مهار شوی دی، خو د بیا بلېدو د خطر له امله د څارنې او ګزمې چارې روانې دي. د ځنګلاتو محکمې ټیمونه د اوښتو زیانونو ارزونه کوي.

 

په اېبټ اباد کې هم د شملې غره ته نږدې د ،دو پتھر بوۍ، د ګلۍ سړک په سیمه کې لګېدلی ځنګلي اور د ریسکیو ۱۱۲۲ د چټک اقدام په نتیجه کې مړ کړی شوی دی. د چارواکو په وینا، اور د استوګنیزو سیمو پر لور د خپرېدو په حال کې و، خو د ژغورونکو پر وخت مداخلې لسګونه ونې او نږدې کورونه له احتمالي زیان څخه وژغورل. د مرګ ژوبلې کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.

 

په همدې حال کې د صوابۍ ضلعې د میرعلي او شیر درې په غرنیو سیمو کې هم اور لګېدلی و. د ریسکیو ۱۱۲۲ صوابۍ ویاند وايي، د پېښې له راپور وروسته د ضلعې د بېړنیو چارو افسر اویس بابر په لارښوونه د اور وژنې ډلې سیمي ته واستولی شوې. ژغورونکو د سختو غرنیو لارو او تېزو بادونو سربېره څو ساعته عملیات وکړل او اور یې په بشپړ ډول مړ کړ.

د چارواکو په وینا، د صوابۍ د اور وژنې په عملیاتو کې د ځنګلاتو محکمې، سول دفاع ادارې او ځايي رضاکارانو هم برخه اخیستې وه، چې له امله یې نږدې ځنګلونه او استوګنیزې سیمي له احتمالي زیانونو خوندي پاتې شوې دي.

 

تر دې دمه د یادو شویو پېښو په تړاو د انساني مرګ ژوبلې یا ټپیانو کوم رسمي راپور نه دی خپور شوی، خو چارواکي وايي، چې په ځینو سیمو کې ځنګلي بوټو، واښو او طبیعي نباتاتو ته زیان رسېدلی او د چاپېریالي اغېزو د کچې معلومولو لپاره ارزونې روانې دي.

 

ریسکیو ۱۱۲۲ او د ځنګلاتو اړوندو ادارو له خلکو غوښتي دي، چې د ګرمۍ او وچکالۍ په موسم کې په ځنګلي او غرنیو سیمو کې له احتیاطه کار واخلي، د اور بلولو څخه ډډه وکړي او د اور لګېدو هره پېښه سمدستي د ۱۱۲۲ بېړنۍ شمېرې ته راپور کړي.

 

چارواکي خبرداری ورکوي چې د لوړې تودوخې، وچکالۍ او بادونو له امله لا هم په ګڼو سیمو کې د ځنګلي اورونو خطر موجود دی، او د مخنیوي او چټک غبرګون لپاره د بېړنیو ادارو چمتووالی دوام لري.