په پاراچنار کې د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند له اعلان وروسته، ځايي خلکو او علماوو په ښار کې خوښي ښودلې او په بېلابېلو ځایونو کې یې شیرینۍ وېشلې دي.
په دې تړاو په ښار کې لاریونونه هم وشول چې پکې ګڼ شمېر خلکو ګډون وکړل. ګډونوالو ملي بیرغونه رپول او ځوانانو د ډول په وهلو سره د ښار په بېلابېلو سیمو کې د دغه اعلان هرکلی وکړ.
ځايي اوسېدونکو او علماوو له شال نیوز سره په خبرو کې د امن لپاره د پاکستان د رول ستاینه وکړه. دوي وویل چې پاکستان د سولې لپاره اغېزمنې هڅې کړي دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند به پر سیمه مثبت اغېز ولري.

مصطفی خان