د رزمک اسسټنټ کمشنر طفيل محمد ويلي دي، چې د لوي اختر په مناسبت رزمک ته د راغلو سيلانيانو او ځايي اوسېدونکو د اسانتيا لپاره نن ،د مې په ۳۰مه، په سيمه کې ګرځبندېز نه لګېږي.
نوموړي وويل، دا پرېکړه د ډپټي کمشنر يوسف کريم په ځانګړې لارښوونه شوې ده، څو خلک وکولای شي د اختر خوشالۍ په ارامه فضا کې ولمانځي.
د چارواکو په وينا، سيلانيان او ځايي اوسېدونکي دې د اختر په ورځو کې له طبيعي ښکلاوو او تفريحي فعاليتونو څخه خوند واخلي.

صفدر داوړ