د امریکا د دفاع وزیر ،پیټ هګسېت، ویلي دي، چې که له ایران سره روانې ډیپلوماټیکې هڅې کومې پایلې ته ونه رسېږي، نو متحده ایالات د پوځي عملیاتو د بیا پېلولو بشپړ چمتووالی لري.

 

نوموړي دغه څرګندونې د سنګاپور په پلازمېنه کې د اسیا تر ټولو سترې امنیتي غونډې، «شانګري-لا ډیالوګ» ته د وینا پر مهال وکړې. هغه وویل، واشنګټن لا هم د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې د شخړې هواري ته لومړیتوب ورکوي، خو که اړتیا پېښه شي، د پوځي ځواک کارولو توان او امکانات دواړه لري.

 

پیټ هګسېت وویل: «که اړتیا وي، موږ د بریدونو د بیا پېلولو بشپړ چمتووالی لرو. زموږ وسلې او پوځي وړتیاوې د دې لپاره تیارې دي.»

 

د امریکا د دفاع وزیر ټینګار وکړ چې د واشنګټن دریځ نه دی بدل شوی او امریکا به ایران ته د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ور نه کړي. نوموړي زیاته کړه چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ له زغم او احتیاطه کار اخلي، خو یوازې هغه هوکړه به ومني چې د امریکا د ملي امنیت غوښتنې پکې خوندي وي.

 

بل پلو، د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون ویلي دي چې په واشنګټن کې یې د اسراییل او لبنان د پوځي استازو ترمنځ د امنیتي خبرو اترو کوربتوب کړی دی.

 

د پنټاګون په وینا، د دفاع وزارت د پالیسۍ مرستیال البریج کولبي د دواړو هېوادونو د لوړپوړو پوځي چارواکو ترمنځ د خبرو دا لړۍ پرانستې ده، څو په سیمه کې د روانو ډیپلوماټیکو هلو ځلو ملاتړ وشي.

 

پنټاګون ویلي، چې امریکا د اسراییل د دفاعي ځواکونو او د لبنان د پوځ ترمنځ د امنیتي همکاریو د پیاوړتیا ملاتړ کوي او په دې برخه کې خپلو ژمنو ته دوام ورکوي.

 

دا څرګندونې په داسې مهال شوي دي چې د سپینې ماڼۍ د «سیچوېشن روم» په نوم د بحرانونو د مدیریت په مرکز کې د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي هوکړې په اړه د لوړې کچې غونډه شوې ده.

 

د ټرمپ ادارې چارواکي وایي چې وروستۍ پرېکړه به د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا کېږي او هغه به یوازې هغه هوکړه لاسلیک کړي چې د امریکا ګټې پکې خوندي وي.

 

باخوا، په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ،اسماعیل بقایي، ویلي دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پیغامونو تبادله روانه ده، خو تر اوسه کومه وروستۍ هوکړه نه ده شوې.

 

د ایران نیمه رسمي خبري اژانس «فارس» راپور ورکړی دی، چې تهران د هر ډول نوې موافقې نه مخکې د خپلو شاوخوا ۱۲ میلیارده ډالرو کنګل شویو شتمنیو د خلاصون غوښتنه کړې ده.

 

تر اوسه نه واشنګټن او نه هم تهران د احتمالي هوکړې د جزییاتو په اړه رسمي معلومات خپاره کړي، خو د دواړو هېوادونو وروستۍ څرګندونې ښیي چې خبرې اترې لا هم روانې دي او وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.