د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کونډي ویلي دي، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې به د مېشتو دوتاني قبایلو او پښتنو سره د ناسم چلند اجازه ور نه کړل شي او د هغوي د ستونزو د هواري لپاره به اړوندو ادارو سره خبرې کوي.
نوموړي دا څرګندونې د دوتاني قامي غورځنګ پاکستان د مشر ،محمد عثمان دوتاني، په مشرۍ له یوه پلاوي سره د لیدنې پر مهال کړې دي.
د ګورنر دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلی شوي دي، چې پلاوي ګورنر ته د هغو ستونزو په اړه معلومات ورکړل چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د مېشتو دوتاني قبایلو خلک ورسره د نادرا او تابعیت اړوندو چارو کې مخ دي.
په پلاوي کې مولانا ثناءالله، ملک نور خان، ملک حاجي فیض محمد، ملک ارسلا خان، ملک محمد نعمان او د دوتاني قبیلي یو شمېر نور مشران شامل وو.
فیصل کریم کونډي وویل، چې د بهرنیانو پر ضد د وفاقي حکومت د تګلارې له مخې د نادرا اقدامات روان دي، خو دا هم ضروري ده چې قانوني پاکستانیان او هغه پښتانه چې له کلونو راهیسي د هېواد په بېلابېلو برخو کې اوسي، له ستونزو سره مخ نه شي.
هغه وویل د دوتاني قبیلي لخوا راپورته شوې ستونزه جدي ده او د حل لپاره به یې هر ډول ممکنه همکاري کوي. ګورنر زیاته کړه چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د مېشتو پښتنو د ځورونې او ناسم چلند په اړه شکایتونه د اندېښنې وړ دي.
د نوموړي په وینا، «هېچا ته به اجازه ور نه کړو چې دوتاني قبیله او یا پښتانه وځوروي او یا یې قانوني حقونه تر پښو لاندې کړي.»
خبرپاڼه زیاتوي چې ګورنر اړوندو چارواکو ته سپارښتنه کړې ده چې د دوتاني قبایلو شکایتونه وڅېړي او د هغوي د ستونزو د هواري لپاره لازم اقدامات وکړي.

شال نیوز