امنيتي سرچينو دعوه کړې ده، چې د لکي مروت په ضلعه کې د پوليسو د امن کمېټۍ د يو غړي، سب انسپکټر عبدالصبور خان، يو خپلوان د يوې وسلوالې ډلې سره د اړيکو په شک نيولی شوی دی. سرچيني وايي، دغه اقدام د استخباراتي معلوماتو او راټولو شوو شواهدو پر بنسټ شوی دی.

 

د امنيتي سرچينو په وينا، د شکمن تن د نيولو لپاره د عملياتو پر مهال ځواکونو ته معلومات ترلاسه شوي وو چې نوموړی د عبدالصبور خان په کور کې موجود دی. سرچيني زياتوي، کله چې امنيتي ځواکونو د عملياتو هڅه وکړه، نو د کور له دننه ډزې وشوې او د عملياتو د مخنيوي هڅه وشوه. تر دې دمه خپلواکو سرچینو او امنیتي ځواکونو دا ندي ویلي چې نیولی شوي کس د کومې ډلې سره تړاو درلودل.

 

د پېښې له رامنځته کېدو وروسته، امنيتي سرچيني وايي، چې د پوليسو د امن کمېټۍ دننه هم پوښتنې راپورته شوې دي. د سرچينو په خبره، ځيني غړي دا پوښتنه کوي چې يو مطلوب تن څنګه د کمېټۍ د يو غړي په کور کې اوسېده او ايا د دې موضوع په اړه اړوندو ادارو ته مخکې معلومات وو که نه.

 

 

نیولی شوی مبینه وسلوال فدایي

 

 

بلخوا، د پوليسو د امن کمېټۍ مشر خالد خان په يوه غږيز پيغام کې، چې په ټولنيزو رسنيو خپور شوی دی، د وروستيو عملياتو په اړه سخت غبرګون ښودلی دی. نوموړي د امنيتي ادارو پر چلند نيوکې کړې دي او ويلي يې دي چې د پېښې په اړه بايد بشپړ او روڼ وضاحت وړاندې شي.

 

همداراز، عبدالصبور خان ،په هغو ويډيوګانو کې چې په ټولنيزو رسنيو خپرې شوې دي، ادعا کړې ده چې امنيتي ځواکونه د عملياتو پر مهال د هغه کور ته ننوتلي، ځيني شخصي توکي يې له ځان سره وړي او د هغه د کورنۍ او خپلوانو اووه غړي يې نيولي دي. هغه دا هم ويلي دي چې د عملياتو پر مهال له کورنۍ سره ناسم چلند شوی دی، خو د دې ادعاوو په اړه امنيتي ادارو تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

 

امنيتي سرچيني بيا ټينګار کوي چې د نيول شوي تن پر ضد د ترهګرۍ اړوند شواهد ترلاسه شوي وو او عمليات د همدې معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي دي. سرچيني دا پوښتنه هم راپورته کوي چې که له نوموړي سره د وسلوالو اړيکي نه وې، نو د نيولو پر مهال د مقاومت او ډزو ادعاوې ولې راپورته شوې.

 

تر اوسه د عبدالصبور خان، د هغه د کورنۍ او امنيتي ادارو د متضادو ادعاوو په اړه کومه خپلواکه او رسمي پلټنه نه ده اعلان شوې. شال نيوز هم په خپلواکه توګه نه دي توانېدلي چې د دواړو لورو ادعاوې تاييد يا رد کړي.

 

دا پېښه په داسې وخت کې مخې ته راغلې ده چې لکي مروت له تېرو څو مياشتو راهيسي د امنيتي ستونزو، د وسلوالو ډلو د فعاليتونو او د ولسي او پوليسي امن کمېټو د رول له امله د بحثونو مرکز ګرځېدلی دی. شنونکي وايي، د سيمي د حساس امنيتي وضعيت له امله د ورته پېښو په اړه روڼتيا او بې پرې پلټنې د ولسي باور د ساتلو لپاره مهمې ګڼلی کېږي.