په چمن کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له لوري یوه ولسي غونډه وشوه، چې پکې په پارليمان کې د مخالفو ګوندونو مشر محمود خان اچکزي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خبرو اترو پر اړتیا او په سیمه کې د امن او ثبات پر ټینګښت زور ورکړ.
ویناوالو د اقتصادي ستونزو، بې روزګارۍ او په سرحدي سیمو کې د سوداګرۍ پر وړاندې د شته خنډونو یادونه وکړه. په غونډه کې د افغان کډوالو د جبري ایستلو پر تګلارې هم نیوکې وشوې او د خلکو د حقونو، ثبات او اقتصادي سوکالۍ غوښتنه وشوه.
تفصیل د نعیم اچکزي په دې ويډيوي راپور کې وګورئ.

نعيم اچکزئي