د خیبر پښتونخوا د کوهاټ ضلعې په دره آدم خېل سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمنځ په نښته کې پنځه وسلوال او دوه امنیتي سرتېري وژل شوي، او څلور نور سرتېري ټپیان شوي دي.
امنیتي سرچیني وایي چې عملیات ،د مې په ۲۹مه، د دره آدم خېل د تور څپر په غرنۍ سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي دي. د سرچینو په وینا، امنیتي ځواکونو د وسلوالو د موجودیت له راپورونو وروسته سیمه کلابنده کړه چې ورسره سخته نښته پېل شوه.
ځايي اوسېدونکو شال نیوز ته ویلي، چې له سهاره د سیمي په غرنیو برخو کې د درنو او سپکو وسلو د ډزو غږونه اورېدل کېدل او نښته څو ساعته روانه وه، او د نښتې له امله د سیمي په ځینو لارو کې تګ راتګ هم محدود شوی و.
امنیتي چارواکو تر اوسه د وژل شویو وسلوالو هویت نه دی په ډاګه کړی، خو وایي چې په عملیاتو کې د وسلوالو یو پټنځای هم په نښه شوی او له سیمي څخه د وسلو او مهماتو د ترلاسه کېدو پلټنې روانې دي.
دره آدم خېل د خیبر پښتونخوا له هغو سیمو څخه ده چې د کلونو راهیسي د امنیتي ستونزو او وسلوالو فعالیتونو له امله د چارواکو د پام وړ پاتې شوې ده. دا سیمه د پېښور او کوهاټ ترمنځ پر مهمې لویې لارې پرته ده او د غرنیو سیمو له امله یې پخوا هم وسلوالو ډلو پکې پټنځایونه جوړ کړي وو.
په تېرو دوو لسیزو کې د ناقانونه ګرځولی شووو تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، لشکر اسلام او نورو وسلوالو ډلو غړي په دره آدم خېل او شاوخوا سیمو کې فعال پاتې شوي دي.
تور څپر د دره آدم خېل له هغو غرنیو سیمو څخه ده چې پخوا هم پکې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمنځ نښتې او عملیات شوي دي. امنیتي سرچیني وایي چې د وروستۍ نښتې وروسته په سیمه کې د لټون عملیات دوام لري او امنیتي ځواکونه د نورو احتمالي وسلوالو د موندلو هڅې کوي.
د پېښې په اړه تر اوسه کومې وسلوالې ډلې څه نه دي ویلي.

صفدر داوړ