د ژغورنې ادارې ،ریسکیو ۱۱۲۲ خېبر پښتونخوا، وایي، چې د لوي اختر په لومړیو دوو ورځو کې د صوبې په بېلابېلو سیمو کې په جلا جلا پېښو کې ۴۳ کسان مړه شوي او ۱۴۹۱ نور ژغورل شوي دي.
د ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د اختر په دغو دوو ورځو کې یې د ټولې صوبې په کچه ۱۵۱۴ بېړنیو پېښو ته رسېدنه کړې ده.
د شمېرو له مخې، په دغو پېښو کې ۹۹۲ طبي بېړني حالتونه، ۳۲۱ ترافیکي پېښې، ۱۰۱ د اور لګېدنې پېښې، ۱۰ د ډوبېدو پېښې، ۳۲ د جرمونو اړوند پېښې او ۵۶ نور بېړني حالتونه شامل وو.
ریسکیو ۱۱۲۲ وایي، د مرګ ژوبلې ډېره برخه د سړکونو په پېښو، په ځانګړي ډول د موټرسایکلونو په ټکرونو، د ډوبېدو پېښو او نورو بېړنیو حالاتو کې رامنځته شوې ده. ادارې د مړو شویو کسانو د ضلعو او د هرې پېښې جلا تفصیلات نه دي خپاره کړي.
د ریسکیو ۱۱۲۲ د معلوماتو له مخې، د اختر په ورځو کې د ترافیکي پېښو شمېر د نورو بېړنیو حالاتو په پرتله زیات وو او ډېری پېښې د موټرسایکلونو سره تړاو لري.
ادارې ویلي دي، چې د اختر د رخصتیو پر مهال یې د صوبې په بېلابېلو بندونو، سیندونو او سیلګریزو سیمو کې د اوبو ژغورنې ځانګړي مرکزونه هم فعال کړي وو. په دغو مرکزونو کې غوطه وهونکي، کښتۍ، د ژغورنې واسکټونه او نور اړین تجهیزات ځای پر ځای شوي وو.
ریسکیو ۱۱۲۲ دا هم ویلي، چې د ګرمۍ د څپې له امله یې په یو شمېر ضلعو کې ځانګړي کمپونه جوړ کړي وو، چې پکې بیړني طبي کارکوونکي او اړین درمل موجود وو.
ادارې له خلکو غوښتي، چې د اختر په پاتې ورځو کې د ترافیکي اصولو مراعات وکړي، د موټرسایکل سپرېدو پر مهال خولۍ وکاروي او په سیندونو او بندونو کې له خطرناکو سیمو ډډه وکړي.

شال نیوز