د تیراه بې‌ ځایه شوې کورنۍ سږنی لوي اختر د سختو اقتصادي ستونزو، بېروزګارۍ او د کډوالۍ د ستړي ژوند تر سیوري لاندې لمانځي۔
 

کډوال وایي، بار بار بې‌ ځایه کېدو د دوي ژوند سخت اغېزمن کړی دی، او اوس یوازې دا غواړي چې خپلو سیمو ته په امن سره ستانه شي۔

 

د شال نیوز خبریال ابراهیم شینواري د اختر په ورځو کې د دغو کډوالو حال احوال اخیستی او د هغوي دردونه او ستونزې یې له نږدې اورېدلې دي.