د روسیې او د افغانستان د سرپرست حکومت ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکارۍ یو تړون لاسلیک شوی دی، چې چارواکي یې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د نوي پړاو پېل بولي.
د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي، چې د دغه وزارت مرستیال وزیر واسیلي اوسماکوف د افغانستان د دفاع له سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد سره لیدلي دي. د وزارت د بیان له مخې، په دې لیدنه کې د مرکزي او جنوبي اسیا د امنیتي وضعیت، د سیمي د ګډو ګواښونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي همکاریو د پراخېدو پر امکاناتو خبرې شوې دي.
د روسيې رسنیو انټرفاکس، ټاس او ریانووستي د راپورونو له مخې، دغه تړون ،د مې په ۲۷مه، د ماسکو ترڅنګ د نړیوال امنیتي فورم په څنډه کې لاسلیک شوی دی. په دې غونډه کې د نړۍ له ۱۲۰ څخه د زیاتو هېوادونو استازو ګډون کړی و.
راپورونه وایي چې د تړون د لاسلیک پر مهال د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو هم موجود وو.
د تړون بشپړ جزئیات لا نه دي خپاره شوي، خو دفاعي شنونکي وایي چې د دې ډول تړونونو په چوکاټ کې عموماً د پوځي تجهیزاتو برابرول، د دفاعي ټېکنالوژۍ لېږد، د پوځي وسایلو ترمیم او نوي کول، د روزنې پروګرامونه او نورې دفاعي همکارۍ شاملې وي.
د افغانستان د دفاع وزارت ویلي، چې مولوي محمد یعقوب مجاهد روسیې ته د سیمه ییز امنیت، ګډو ګواښونو او دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په موخه سفر کړی دی.
د فورم پر مهال سرګي شویګو د افغانستان د شتمنیو د کنګل ساتلو پر تګلارې هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا چاره د سیمي د ثبات لپاره ګټوره نه ده.
مولوي محمد یعقوب مجاهد غونډې ته په وینا کې ویلي، چې افغانستان له کلونو جګړو وروسته لا هم له اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دی، خو د ده په وینا، د سرپرست حکومت تر واکمنېدو وروسته په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه شوي دي. هغه زیاته کړه، چې کابل له مسکو سره اړیکو ته ځانګړی اهمیت ورکوي او غواړي دا اړیکې لا پراخې شي.
د روسیې او افغانستان اړیکې په وروستیو کلونو کې په تدریجي ډول پراخې شوې دي. روسیې په ۲۰۲۱ کال کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته له احتیاطه ډکه تګلاره خپله کړې وه، خو وروسته یې له کابل سره سیاسي او اقتصادي اړیکې زیاتې کړې.
شنونکي وایي که د دې تړون له مخې په راتلونکې کې د وسلو د برابرولو، ګډو پوځي تمرینونو او نورو دفاعي پروژو په برخه کې عملي ګامونه واخیستل شي، نو دا پرمختګونه به نه یوازې پر افغانستان او روسیې، بلکې د سیمي پر امنیتي او سیاسي وضعیت هم اغېز ولري.

شال نیوز