د امریکا مرستیال ولسمشر ،جی ډي وېنس، ویلي دي چې واشنګټن او تهران لا تر اوسه وروستۍ هوکړې ته نه دي رسېدلي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځه روانې خبرې اترې د یوې هوکړې د کېدو پړاو ته نږدې شوې دي.

 

جی ډي وېنس ،د مې په ۲۸مه، خبریالانو ته وویل چې د ایران او امریکا ترمنځ په روانو خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

هغه وویل: «زه دا تایید نشم کولی چې موږ به خامخا هوکړې ته ورسېږو، خو د وروستیو پرمختګونو په اړه هیله من یم او داسې ښکاري چې خبرې په ښه لوري روانې دي.»

 

د رویټرز او اکسیوس خبري ادارو د راپورونو له مخې، امریکايي او ایراني چارواکي د اوربند د دوام او د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو او بار وړونکو بېړیو د خوندي تګ راتګ په اړه یوې لومړنۍ هوکړې ته نږدې شوي دي.

 

خو د دواړو هېوادونو ترمنځ لا هم پر ځینو مهمو موضوعاتو اختلافات شته. جی ډي وېنس ویلي دي چې د ایران د یورانیمو د غني کولو کچه او د دغو موادو د زېرمو راتلونکی د خبرو اترو له مهمو او لانجمنو موضوعاتو څخه دي.

 

نوموړي زیاته کړه چې د ممکنه هوکړې په متن کې لا هم ځینو تخنیکي بدلونونو ته اړتیا شته او تر اوسه نه ده معلومه چې که هوکړه وشي، نو په رسمي ډول به کله لاسلیک شي.

 

د امریکا حکومت ټینګار کوي چې هره راتلونکې هوکړه باید د ایران اټومي فعالیتونه محدود کړي او د نړیوالو څارونکو تر کلکې څارنې لاندې یې راولي.

 

دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د منځني ختیځ د کړکېچ د کمولو لپاره نړیوالې هڅې روانې دي او د هرمز تنګی لا هم د نړیوالې سوداګرۍ او د انرژۍ د لېږد لپاره مهمه لار بلل کېږي.

 

هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي. د نړۍ د نفتو او اوبلن ګاز یوه لویه برخه د همدې تنګي له لارې نړیوالو بازارونو ته رسېږي. د چارو پوهان وايي، په دې سیمه کې هر ډول پوځي یا امنیتي کړکېچ د انرژۍ پر بیو او نړیوال تجارت مستقیم اغېز لرلی شي.

 

د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي فعالیتونو، بندیزونو او سیمه ییز امنیت په اړه خبرې له څو میاشتو راهیسي روانې دي او دواړه لوري هڅه کوي چې د خپلو اختلافاتو لپاره یوه سیاسي لاره ومومي.