د بلوچستان د چمن ښار په ماډل هایي سکول مېدان کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر اهتمام لاندې يوه لويه ولسي غونډه وشوه چې پکې د ګوند مشرانو، کارکوونکو او ګڼ شمېر خلکو ګډون کړی و.

 

غونډې ته د قامي اسمبلۍ د مخالفو ډلو مشر محمود خان اڅکزي په خپله وينا کې وويل، چې پاکستان او افغانستان بايد د سيمي د امن او ثبات لپاره د خبرو اترو لاره خپله کړي او د ستونزو د هواري لپاره مخامخ خبرې وکړي. د هغه په وينا، د خبرو له لارې کېدای شي دا ټوله سيمه د امن او سوکالۍ په مرکز بدله شي. نوموړي وويل چې د جنګ له لارې ستونزې نه حل کېږي او دواړه هېوادونه باید د یو بل د خپلواکۍ احترام وکړي.

 

د چمن پولې بندښت په اړه اچکزي وویل چې د خلکو ته د روزګار برابرول د رياست مسؤلیت دی او بايد په ټولنه کې موجود اقتصادي توپيرونه کم او له منځه يووړل شي.


محمود خان اچکزي وویل چې د بلوچو لخوا د بیلتون د جنګ باوجود د بلوچستان د سوداګرۍ لارې خلاصې دي خو د چمن د خلکو سوداګري تړلی شوې ده. هغه په کراچې کې د کسټم محکمې لخوا د پښتنو سوداګرو په ګودامونو د چاپو وهلو او د هغوي سامان له ځان سره وړلو په عمل هم سختې نیوکې وکړې.

 

په چمن کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ولسي غونډه

 

 

محمود خان اچکزي د پښتنو یو لښکر جوړولو تجویز هم وړاندې کړل او وې ویل؛ «تاسو له هر کور څخه ما ته یو کس راکړئ، موږ به خپل قامي لښکر جوړ کړو. په ازغن تار به کینچي ولګوئ او دا تار به موږ ټول په شریکه ختم کړو.»  

 

غونډې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي او صوبايي مشرانو هم ويناوې وکړې. ويناوالو وويل چې پښتنو ته بايد پر خپلو طبيعي زېرمو او وسايلو د واک حق ورکړل شي. هغوي له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ايستلو پر تګلارې نيوکه وکړه او ويې ويل چې د پښتنو سوداګريز فعاليتونه له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي او د سوداګرو او کاروباريانو د خونديتوب لپاره بايد اغېزمن ګامونه پورته شي.

 

د غونډې پر مهال امنيتي تدابير سخت وو. د غونډې تنظيموونکو او امنيتي ادارو د ګډونوالو د تلاښۍ او څارنې لپاره ځانګړي اقدامات کړي وو او ګډونوال د پلټنې او سکين کولو له بهير وروسته د جلسې ځای ته پرېښودل کېدل.

د غونډې ګډونوالو د سيمه ييز امن، اقتصادي پرمختګ او د سرحدي سيمو د خلکو د ستونزو د هواري غوښتنې هم وکړې.