د کوز سویلي وزیرستان د توې خولا په سیمه کې ،د مې په ۲۸مه، د ډزو یوه پېښه رامنځته شوې، چې له امله یې یو ماشوم وژلی شوی او بل ټپي شوی دی.
د ځايي معلوماتو له مخې، د ماښام وخت کې رامنځته شوې د ډزو د پېښې له امله د سیمي عام خلک هم اغېزمن شوي او دوه ماشومان پکې ټپیان شوي وو.
ځايي کسانو دواړه ماشومان د درملنې لپاره ضلعي روغتون ته ورسول، خو د روغتون سرچینو وروسته تایید کړه چې له ټپیانو څخه یو ماشوم د ټپونو له امله ژوند له لاسه ورکړی، په داسې حال کې چې د بل ماشوم درملنه روانه ده.
تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې ماشومان د پېښې پر مهال په کوم ځای کې موجود وو، څنګه ټپیان شوي دي او یا هم ډزې د کومو ډلو ترمنځ شوې دي. په دې اړه حکومتي ادارو او چارواکو تر اوسه کوم رسمي تفصیل نه دی وړاندې کړی.
بلخوا، ځایي خلکو د پېښې په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي او له حکومته یې غوښتنه ګړې ده چې د نښتو یا عملیاتو په وخت د ځایي خلکو د خونديتوب لپاره دې جدي ګامونه واخیستل شي او د ولس د ژوند ساتنه دې یفیني کړي شي.

ظفر وزير