د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ د شمالي وزیرستان د شوې تحصیل په روزي کلي ملک شاهي سیمه کې د شخصي سکول د استاد نصیب زاده وژنه غندلې او دا یې “نه بخښونکی عمل” بللی دی.

 

محسن داوړ په خپل بیان کې ویلي، نصیب زاده په شوا، کې استاد و او د پرله‌ پسې ګواښونو له امله څه موده وړاندې راولپنډۍ ته تللی و، خو د لوي اختر د رخصتیو لپاره خپل کلي ته راغلی و. د هغه په وینا، ناڅرګنده کسانو نوموړی وتښتاوه او وروسته یې ووژلو.

 

تر دې وړاندې ځايي سرچینو شال نیوز ته ویلي وو چې نصیب زاده ،د مې په ۲۷مه، د لوي اختر په لومړۍ ورځ ماښام د خپل کور سره نږدې بېول شوی و او مړی یې نن سهار د ګړاب ګراؤنډ سره نږدې موندل شوی دی.

 

د سرچینو په وینا، هغه د ملک شاهي قبیلي سره تعلق لرلو او د رغزي کلي اوسېدونکی و.

تر اوسه د دې پېښې ذمه واري چا نه ده منلې او نه هم امنیتي چارواکو په رسمي ډول څه ویلي دي.

 

 

د شمالي وزیرستان د شوا تحصیل په روزي کلي کې وژلی شوی د سکول استاد نصیب زاده | فایل فوټو

 

 

ځايي خلک وایي، نصیب زاده د شوال پبلک سکول کې له څلورو تر پینځو کلونو پورې د استاد په توګه کار کړی و. د سرچینو په وینا، د هغه د جنازې لمونځ ،د مې په ۲۸مه، ماښام ادا شوی دی.

 

په شمالي وزیرستان او د خېبر پښتونخوا په ځینو نورو قبایلي سیمو کې له تېرو څو کلونو راهیسي د استادانو، ډاکټرانو، قبایلي مشرانو، دیني عالمانو او نورو مسلکي کسانو د هدفي وژنو پېښې وخت په وخت مخې ته راځي.

 

ځايي خلک او د بشري حقونو فعالان وایي، دا ډول پېښې د سیمي پر امنیت، تعلیم او روغتیايي خدمتونو منفي اغېز کوي، او له حکومته غواړي چې د دغو پېښو د مخنیوي لپاره دې عملي ګامونه پورته کړي.