د کوز سویلي وزیرستان په واڼا او برمل تحصیلونو کې د لاس لیکل شوو پمفلټونو تر وېش وروسته، سږنی لوي اختر د پخوا کلونو په پرتله په نسبتاً سادګۍ او خاموشه فضا کې تېر شو. ځايي خلکو ویلي، چې د وېرې او احتیاط له امله سږ کال د اختر ګڼې دودیزې مېلې، موسیقي او کلتوري غونډې محدودې پاتې شوې.
ځايي سرچیني وایي، د مې په ۲۶مه، د اختر نه یوه ورځ وړاندې، موټرسايکل سپرو کسانو په بازارونو، دوکانونو او عامه ځایونو کې هغه پمفلټونه ووېشل چې د “تحریک طالبان غزوه الهند” په نوم یوې وسلوالې ډلې ته منسوب بلل کېږي.
شال نیوز ته ترلاسه شوې دغه په لاس لیکلی شوې خبرپاڼه د “بسم الله الرحمن الرحیم” او د اختر د مبارکۍ له جملو سره پېلېږي. په پمفلټ کې لیکلی شوي دي چې “د اختر په ورځو کې باید مسلمانان د اسلامي اصولو خیال وساتي” او داسې کړنې دې نه کوي چې “اسلامي شریعت” سره په ټکر کې وي.
په پمفلټ کې په ځانګړي ډول ښځو ته ویل شوي دي چې “له کوره دې بې ضرورته نه وځي” او د “پردې خیال دې ساتي.” همداراز پکې لیکلی شوي دي چې موسیقي، ډيک، اېم پي تري، ډول، رباب او ژوندۍ سندرې “حرام” دي او خلک دې ترې ډډه وکړي.
په لاس لیکلی شوې پاڼه کې دا خبرداری هم ورکړل شوی دی چې خلک دې د شپې له لسو بجو وروسته له غیر ضروري ګرځېدو او تګ راتګ څخه ډډه وکړي.
ځايي اوسېدونکي وایي، د دغو سپارښتنو اغېز د واڼا، برمل، اعظم ورسک، کري کوټ، جاغنډه، ډبکوټ، مغل خېل او کچا خوړه په سیمو کې په ښکاره ډول محسوس شوی او ګڼو خلکو د احتیاط له امله د اختر دودیزې مېلې محدودې کړې.
د سیمي خلکو شال نیوز ته ویلي، چې پخوا به د اختر په شپو په بازارونو او کلیو کې د رباب، ډول، اتڼ او ولسي موسیقۍ محفلونه جوړېدل او ځوانانو به پر موټرو د لويو سپيکرو له لارې سندرې غږولې، خو سږ کال دا ډول فعالیتونه ډېر کم تر سترګو کېدل.
کوز او بر سویلي وزیرستان له تېرو شاوخوا دوو لسیزو راهیسي د بېلابېلو وسلوالو ډلو د فعالیتونو مرکز پاتې شوی دی. په سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان، حافظ ګل بهادر ډلې، القاعده پورې تړلو شبکو او ځینو نورو وړو وسلوالو ډلو د موجودګۍ راپورونه وخت په وخت مخې ته راغلي دي. په تېرو کلونو کې هم د دغو ډلو له لوري پر موسیقۍ، ودونو، د اختر پر مېلو او نورو کلتوري فعالیتونو د محدودیتونو هڅې شوې وې.
په ځانګړي ډول د ۲۰۰۷م نه تر ۲۰۱۴م کلونو پورې، د قبایلي سیمو په ګڼو برخو کې د موسیقۍ دوکانونه سوځول شوي وو، د سي ډي پلورنځیو ته ګواښونه ورکړل شوي وو او په ځینو سیمو کې ولسي هنرمندان له سیمي وتلو ته اړ شوي وو.
د امنیتي عملیاتو وروسته که څه هم په ځینو سیمو کې کلتوري ژوند یو ځل بیا راژوندی شوی و، خو ځايي خلک وایي چې د دې ډول پمفلټونو خپرېدل لا هم په ولس کې د وېرې فضا پیدا کوي.
تر اوسه د پاکستان امنیتي ادارو یا ضلعي انتظامیې د دغو پمفلټونو د وېش او پکې د شویو دعوو په اړه څه نه دي ویلي. همداراز د پمفلټونو له یادې شوې ډلې سره هم د دغو دعوو د تایید یا تردید لپاره اړیکه نه ده نیولی شوې.

صفدر داوړ