د پاکستان او افغانستان ترمنځه د انګور اډې بازار، چې له تېرو شاوخوا درې مياشتو راهيسي تړلی و، د دواړو غاړو د قبایلي مشرانو، ديني عالمانو، سوداګرو او ولسي استازو د ګډې جرګې او ملاتړ وروسته نن ،د مې په ۲۸مه، يو ځل بيا د سوداګرۍ او ولسي تګ راتګ پر مخ پرانيستل شو.
ځايي سرچيني وايي، پرون د پولې دواړو غاړو ته د وزير قبیلي مشرانو او سوداګرو يوه مهمه جرګه کړې وه، چې پکې د بازار د بيا پرانيستو، د امن د ټينګښت او د خلکو د ستونزو د هواري په اړه خبرې شوې وې. د جرګې له پرېکړې وروسته نن سهار د انګور اډې بازار او پوله ييزه لاره بېرته فعاله شوه.
د بازار د بيا پرانيستل کېدو سره د سيمي خلکو د خوښۍ څرګندونه کړې ده. دوکانداران، مزدوران او مسافر وايي، چې د پولې د بندېدو له امله د دوي کاروبارونه سخت اغېزمن شوي وو او ګڼې کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ شوې وې.
د سيمي يو سوداګر شال نيوز ته وويل: “د بازار بندېدو زموږ کاروبارونه درولي وو. خلک بې روزګاره شوي وو او د دواړو غاړو ولسونه له سختو مشکلاتو سره مخ وو. اوس هيله لرو چې حالات به بېرته عادي شي.”
ځايي اوسېدونکي وايي، د انګور اډې دا لاره د سویلي وزيرستان د اقتصاد لپاره ډېر اهميت لري، ځکه چې د سيمي زياتره سوداګري، د مالونو لېږد رالېږد او د خلکو تګ راتګ له همدې لارې ترسره کېږي. د بازار تړل کېدو نه يوازې د واڼا او شاوخوا سيمو پر اقتصاد اغېز کړی و، بلکې د پولې دواړو غاړو ته مېشتو وزير قبایلو ته يې هم مالي زيانونه اړولي وو.
انګور اډه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سویلي وزيرستان يوه مهمه پوله ييزه دروازه ګڼل کېږي، چې هره ورځ پرې سلګونه کسان او سوداګريز ګاډي تګ راتګ کوي. ځايي خلک وايي، د دې لارې تړل کېدو د خوراکي توکو، سوداګريزو مالونو او ورځني کاروبار پر بهير هم منفي اغېز کړی و.
دا بازار شاوخوا درې مياشتې مخکې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تاؤ تریخوالي او ځينو نښتو له امله تړلی شوی و، چې ورسره د دواړو غاړو ولسونه له ګڼو ستونزو سره مخ شوي وو.
شال نيوز هڅه وکړه چې په دې اړه د سویلي وزيرستان د مرستيال کمېشنر دريځ هم واخلي، خو هغه د اختر د رخصتيو له امله دا مهال په پېښور کې دی. البته ځايي سرچيني تاييدوي چې بازار او پوله نن د سوداګرۍ او ولسي تګ راتګ لپاره بېرته پرانيستل شوي دي.

ظفر وزير