د خېبر پښتونخوا د لکي مروت ضلعې په ډاډیواله سیمه کې د پاکستاني پوځ او د پولیسو د امن کمېټۍ ترمنځه روان کړکېچ د مذاکراتو نه پس ختم شوی دی. تازه پرمختګونو کې د امن کمېټۍ مشر ،خالد خان، ویلي دي چې د دوي او د شهاب خېل پوځي کېمپ د چارواکو ترمنځ خبرې اترې شوې دي، چې په نتیجه کې یې پوځي چارواکو ۶ نیولی شوي کسان را خوشي کړي دي خو یو کس لا هم بندي پاتې دی، چې د مذاکراتو لمخې به د پولیسو سي ټي ډي څانګې ته حواله شي.

 

خالد خان دغه څرګندونې په یوه ویډیويي بیان کې کړې دي، چې اوس په سیمه کې په پراخه کچه خپرېږي. په ویډیو کې ښکاري چې خړې جامې یې اغوستي او شاوخوا یې ګڼ شمېر په وسلو سمبال کسان ولاړ دي.

 

هغه په خپل بیان کې وایي: «پوځیانو په اووه نیول شوي کسانو کې ۶ کسان را پرېښي دي خو یو کس یې د وسلوالو سره د اړیکو په تور نیولی دی.» خالد خان زیاته کړه؛ «موږ پوځ ته ویلي دي چې د ترهګړۍ اړوند ټولې معاملې د پولیسو سي ټي ډي څانګه سمبالوي نو دغه کس باید سي ټي ډي ته حواله شي، او پوځي چارواکو ویلي دي چې دا کس به سي ټي ډي چارواکو ته حواله کړي.»

 

 

د لکي مروت امن کمېټۍ غړي او ځایي خلک په وسلو سمبال د پېښې ځای ته روان دي

 

 

دغه تازه پرمختګونه په داسې حال کې مخې ته راغلي دي چې نن سهار د لکي مروت د پولیس امن کمېټۍ غړي او ګڼ شمېر ځایي خلک په سیمه کې راټول شوي وو او د شهاب خېل پوځي کېمپ پر لور د تګ ته تیار وو.

 

ځایي سرچیني وایي، په سیمه کې حالات ډېر ترینګلي شوي وو او خلکو اندېښنه لرله چې که روانه شخړه هواره نه شوه، نو د امن کمېټۍ د غړو او پوځ ترمنځ وسلوالې نښتې هم کېدی شي.

 

دا کړکېچ وروسته له هغې پېل شو چې د ډاډیوالې تاڼې اړوند د «وانډه فقیران» يا لنډیواہ کلي کې د پولیسو سب انسپکټر صبور خان پر کور د چاپې او ورپسې د نښتې راپورونه مخې ته راغلل.

 

د شال نیوز د ترلاسه شوو مالوماتو ترمخه، ،د مې په ۲۸مه، سهار وختي شاوخوا اووه بجې په ساده جامو کې راغلو وسلوالو کسانو د صبور خان پر کور عملیات کړي وو. ځایي سرچیني وایي، په لومړي سر کې خلکو ګومان کاوه چې چاپه د ناڅرګنده وسلوالو کسانو له خوا وهلی شوې، خو وروسته معلومه شوه چې دغه کسان پوځي سرتېري وو چې په ساده جامو کې سیمي ته ورغلي وو.

 

 

د لکي مروت امن کمېټۍ غړي او ځایي ولس د پېښې نه پس راټول شوي دي

 

 

سرچیني زیاتوي چې د عملیاتو پر مهال د دواړو غاړو ترمنځ نښته شوې او په ساده جامو کې راغلی یو تن، چې ویل کېږي د پوځ غړی دی، ژوبل شوی هم دی.

 

د پېښې لږ وخت وروسته د پوځ د چټک غبرګون ځواک سیمي ته رسېدلی او د سب انسپکټر صبور خان د کورنۍ لږ تر لږه اووه غړي یې له ځان سره بیولي وو. راپورونه وایي، پوځ د کور وسلې او نور سامانونه هم له ځان سره وړي دي.

 

بلخوا، د لکي مروت د پولیس امن کمېټۍ مشر خالد خان له دې وړاندې هم پر پوځ سختې نیوکې کړې وې او دغه عمل یې «شرموونکې پېښه» بللې وه. هغه تور پورې کړی چې د سیمي ځیني پولیس چارواکي او ملکان د دې ډول عملیاتو پر مهال د پوځ ملاتړ کوي او د خپلو ځواکونو د حقونو دفاع نه شي کولای.

 

په لکي مروت او د خېبر پښتونخوا په سویلي ضلعو کې دا لومړی ځل نه دی چې د پولیسو او پوځ ترمنځ د واک او اختیاراتو پر سر اختلافات راپورته کېږي. په تېرو څو کلونو کې هم پولیسو وخت په وخت تورونه لګولي دي چې پوځ په ملکي چارو او امنیتي ماموریتونو کې مداخله کوي، او د همدې ستونزې پر ضد یې احتجاجونه هم کړي دي.

 

 

لکي مروت او بنو امن کمېټۍ غړي د بنو په پولیس لاین کې د وسلوالو پرضد د عملیاتو اعلان کوي | د مې ۱۶مه

 

 

شال نیوز هڅه وکړه چې د دې پېښې په اړه د لکي مروت د ډپټي کمشنر، لوړپوړو پولیس چارواکو او د پوځ د چارواکو دریځ هم ترلاسه کړي، خو د پرله‌ پسې اړیکو باوجود تر دې دمه کوم رسمي غبرګون نه دی ورکړل شوی.

 

همداراز، د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (آیي اېس پي آر) او د خېبر پښتونخوا پولیسو هم تر اوسه پورې د روان وضعیت او په کلي کې د شوې چاپې د علت په اړه کومه رسمي څرګندونه نه ده کړې.