د امریکا په نیویارک ښار او لونګ ایلنډ سیمو کې د لوي اختر لمونځونه سږ کال د سختو امنیتي تدابیرو تر سیوري لاندې ترسره شول، او ګڼو مسلمانانو وویل چې د کالیفورنیا په سن ډیاګو ښار کې پر اسلامي مرکز له وروستي خونړي برید وروسته د مسلمانانو په منځ کې د وېرې او اندېښنې فضا لا زیاته شوې ده.
د اختر د لمانځه لپاره د نیویارک او لونګ ایلنډ په جوماتونو، اسلامي مرکزونو او لویو تالارونو کې د نیویارک پولیسو او شخصي امنیتي ساتونکو پراخ حضور لیدل کېده. د لمانځه ډېرو ځایونو ته د داخلېدو لپاره ځانګړې امنیتي دروازې، د کڅوړو پلټنې او د ګډونوالو د تګ راتګ جدي څارنه روانه وه.
په لونګ ایلنډ کې د میچل اتلېټیک مرکز مخې ته د پولیسو ګڼ ګاډي ولاړ وو او د خبرداري څراغونه یې بل وو. د مرکز دننه او بهر وسلوال امنیتي ساتونکي ګرځېدل او د هر ډول ناوړه پېښې د مخنیوي لپاره بېړني تدابیر نیولی شوي وو.
د سختو امنیتي اصولو له امله ځینو خلکو د لمانځه ځای ته په داخلېدو کې ستونزې هم لرلې. یوې مسلمانې مېرمنې ته د مرکز یوې ښځینه امنیتي ساتونکې دننه د تلو اجازه ورنه کړه، ځکه چې هغه د سهار د اته نیمو بجو د لمانځه ټاکلي وخت ته شاوخوا شل دقیقې ناوخته رسېدلې وه.
د اختر په لمونځونو کې ګډون کوونکو شال نیوز ته وویل چې د سن ډیاګو د برید خبر د امریکا مسلمانان سخت اندېښمن کړي دي.

علي نومي یو ځایي مسلمان، چې نه یې غوښتل بشپړ نوم یې خپور شي، وویل: “هر کال به زما ګڼ ملګري د اختر لمانځه ته راتلل، خو سږ کال ډېر کسان رانغلل. چا ښکاره خبره نه کوله، خو داسې معلومېده چې خلک وېره لري.”
یو بل تن چې اصلاً د یمن دی او په نیویارک کې اوسي، وویل چې مسلمانان احساس کوي چې د اسلامي مرکزونو امنیت ته جدي ګواښونه شته. هغه وویل: “د سن ډیاګو پېښې خلک ډارولي دي. کله چې په جومات کې عبادت کوونکي وژل کېږي، نو هر مسلمان اندېښمن کېږي چې داسې پېښه بل ځای هم کېدای شي.”
په لونګ ایلنډ کې د اختر د لمانځه له پېل مخکې د اسلامي مرکز مشر ،محمد رشید، د سن ډیاګو د برید قربانیانو ته دعا وکړه او د هغوي له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړه.
هغه ګډونوالو ته وویل: “زموږ زړونه او دعاګانې د هغو کورنیو سره دي چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي دي. عبادت ځایونه باید د امن او سولې ځایونه وي، نه د وېرې.”
د لمانځه پر مهال ګڼو امامانو او دیني مشرانو هم د زغم، یووالي او د مذهبونو ترمنځ د احترام پیغامونه ورکړل او له خلکو یې وغوښتل چې د کرکې او تاوتریخوالي پر وړاندې یو موټی پاتې شي.
نیویارک د امریکا له هغو ښارونو شمېرل کېږي چې پکې د مسلمانانو لویه ټولنه اوسي. د بېلابېلو څېړنو او اسلامي ادارو د اټکلونو له مخې، یوازې په نیویارک ښار او شاوخوا سیمو کې له یو میلیون څخه زیات مسلمانان ژوند کوي. په دې کې د پاکستان، افغانستان، بنګله دېش، هند، عربي هېوادونو او افریقايي هېوادونو مسلمانان شامل دي.

د پاکستاني ټولنې شمېر هم په زرګونو ته رسېږي او د نیویارک په کوینز، بروکلین، برونکس او لونګ ایلنډ سیمو کې ګڼ شمېر پاکستاني کورنۍ مېشتې دي. د دغې ټولنې یوه لویه برخه پښتانه دي، چې ډېری یې د خیبر پښتونخوا، قبایلي ضلعو او افغانستان نه امریکا ته کډه شوي دي. پښتانه په نیویارک کې جوماتونه، سوداګریز مرکزونه، رستورانونه او ټولنیزې ادارې لري او د اختر او نورو مذهبي مراسمو پر مهال په ګڼ شمېر سره راټولېږي.
په امریکا کې مسلمانان له تېرو څو کلونو راهیسي وخت ناوخت د نفرت پر بنسټ د بریدونو او ګواښونو له پېښو سره مخ کېږي. د مدني حقونو یو شمېر اسلامي ادارې وایي، هر کله چې په نړۍ کې سیاسي یا پوځي ترینګلتیا زیاته شي، په امریکا کې پر مسلمانانو د لفظي او فزیکي بریدونو پېښې هم ډېرېږي.
د سن ډیاګو وروستي برید یو ځل بیا د امریکا د مسلمانانو د امنیت په اړه بحثونه راپارولي دي. پولیسو ویلي، په دغه برید کې درې کسان وژلی شوي او څو نور ژوبل شوي دي او د پېښې پلټنې د “نفرت پر بنسټ جرم” په توګه روانې دي.
له دې ټولو اندېښنو سره سره، زرګونو مسلمانانو بیا هم د اختر لمونځونه ادا کړل او د امن، یووالي او ښه راتلونکي لپاره یې دعاوې وکړې.

شال نیوز